Language

کندوز کې اووه د ملي اردو سرتېري او ۱۵ طالبان وژل شوي

کندوز ښار (پژواک، ٢٦ وږى ٩٧): د کندوز په قلعه زال ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې اووه د ملي اردو سرتېري او ١٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د قلعه زال ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن صفدر علي د وږي په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په اقتېپې سيمه کې د ملي اردو پر يوې پوستې بريد کړى دى.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، بريد د شپې دوه بجې پيل شو او تر سهاره يې دوام وکړ چې په ترڅ کې یې اووه د ملي اردو سرتېري وژل شوي او درې لادرکه دي، دغه راز ١٥ طالبان وژل شوي او ١٨ نور ټپيان دي.

قوماندان وايي چې دا مهال جګړه نشته او حالات کنټرول دي.

دغه راز د کندوز ولايتي شورا غړي توريال کاکړ پژواک ته وويل چې د ملي اردو دغه پوسته د ولسوالۍ او امنيې قوماندانۍ ودانيو ته څېرمه وه چې طالبانو بريد پرې کړى دى.

کاکړ هم ياده مرګ ژوبله تاييد کړه او ويې ويل چې په دې وروستيو کې د قلعه زال ولسوالۍ امنيتي وضعيت ډېر خراب شوى دى.

همدارنګه د سيمې اوسېدونکي رحيم الله پژواک ته وويل چې تېره شپه د اقتېپې په سيمه کې سخته جګړه شوې ده.

ده زياته کړه: ((جګړه ډېره قوي وه، څو کورونو هم اور اخيستى خو تر اوسه د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه څه نشته دي.))

بل لور ته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې تېره شپه طالبانو د قلعه زال ولسوالۍ په اقتېپې سيمه کې يوه پوسته نيولې ده.

هغه وايي چې د دې پوستې د نيولو پر مهال شپږ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او درې ژوندي نيول شوي دي.

د مجاهد په وينا، طالبانو ته د پوستې د نيولو پر مهال کومه ستونزه نه ده پېښه شوې او يو شمېر وسلې او مهمات يې هم ترلاسه کړي دي.

login or register a new account.