مزار شريف (پژواک، ۲۷وږی، ۹۷): د کورنيو چارو وزارت وايي، په وروستي ګام کې د ټاکنو د ولايتي دفترونو د خلاصېدو په برخه کې به حتی له زور څخه هم کار واخلي.
دکورنيو چارو وزير ويس احمد برمک دغه څرګندونې د وږي په ۲۷مه، بلخ ولايت مقام کې د خبري ناستې پر مهال خبريالانو ته وکړې.
نوموړي وويل، بلخ ته يې سفر د شمالي ولايتونو د امنيتي جاج اخيستو په موخه و او زياته يې کړه، چې دغلته يې سيمه ييزو مسوولينو ته د امنيت د ټينګښت په خاطر لازمې لاښوونې کړې دي.
هغه د پژواک اژانس د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې د غير قانوني کړنو په ترسره کولو د ټاکنو د ملي پروسې مخه ونيسي.
ده وويل: ((قانون کې د مدني حرکتونو بشپړه تشريح شوې، څوک دې د مدني حرکت په نوم د دولتي ودانيو، عامه خدماتو او ټاکنو غوندې ملي پروسې دروازې نه تړي؛ که خبره د زور او زور بازۍ شوه، بيا پوليس لاس په کار کېږي او له قانون سره سم مداخله کوي)).
برمک زياتوي، د ټاکنو د ولايتي دفترونو د خلاصون لپاره ان له زور څخه هم استفاده کوي.
کورنيو چارو وزير زياته کړه: ((يوه وړه ډله نه شي کولای چې ټول خلک له خپلو قانوني حقونو څخه محروم کړي، که څوک د ټاکنو په پروسه انتقاد لري، له قانوني لارو دې راوړاندې شي، دلته شاوخوا ۲زره کسانو ځانونه کانديد کړي او هغوی ته خلک رايه ورکوي، معترضين دې د دې خلکو مخه نه نيسي)).
ويس برمک همدا راز وويل، چې په هېواد کې د امنيتي وضعيت د کنټرول او له پوليسو سره د همکارۍ په موخه يې د ځانګړو قطعاتو شمېر دوه برابره زيات کړی دی.
هغه زياته کړه، چې پخوا د ځانګړو قطعاتو درې قطعې موجودې وې، چې وروستيو کې يې دغه شمېر شپږو قطعو ته زيات کړی دی.
هغه زياتوي، په همدې موخه نن بلخ د پوليسو له روزنيز مرکز څخه د ځانګړو ځواکونو ۱۸۰ تنه فارغ شول چې په بلخ، ننګرهار او هرات ولايتونو کې به په ځانګړو قطعاتو کې ځای پر ځای شي.
نوموړي په بلخ ولايت کې وروستيو نا امنيو ته په اشارې وويل، چې د دغه ولايت امنيتي مسوولينو ته يې د امنيت د ټينګښت برخه کې لازمې لارښوونې کړې دي.
د هغه په خبره، مزار شريف ښار کې د امنيتي پرسونل زياتوالی د دغه ولايت د سيمه ييزو چارواکو او خلکو غوښتنه ده، چې کورنيو چارو وزارت به د خلکو غوښتنو ته رسيدګي وکړي.
login or register a new account.