ژبه

کابل (پژواک، ٢٧ وږى ٩٧) : د امريکا دنيويارک يوې محکمې دوه افغانان د نشه يي توکو د قاچاق په جرم په ١٢ او ١٥ کلونو بند محکوم کړي دي.

امريکايي رسنيو د وږي په ٢٧مه، خبر ورکړى چې دغه دوه افغان قاچاقبر چې یو یې لجبر لجورد خان او بل عمل سید عالم شاه نومیږي، امریکا ته د هیرويینو د قاچاق کولو د یوې دسیسې له امله په بند محکوم شوي دي.

د نيويارک د څارنوالۍ له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې محکمې لجورد ته د پنځلسو کلونو او سید عالم ته د دوولسو کلونو د بند سزا اورولې ده.

سرچينې زياته کړې چې دواړو افغانانو د روان زېږديز کال د جون په ٢٦مه، د قاضي پر وړاندې د خپلو جرمونو په اړه اعتراف کړى وو.

د نیویارک څارنوال جیفري برمن ويلي : "دغو کسانو له افغانستان څخه امریکا ته په ٢٠١٤ او ٢٠١٥ کلونو کې د هیرویينو د قاچاق کولو هڅه کړې وه، پلان يې درلود چې درې کيلو ګرامه هيرويين امريکا ته قاچاق کړي. "

سرچينې زياته کړې، دغه دواړه کسان په افغانستان کې د قاچاق د یوې ډلې غړي وو چې  په لويه کچه هيرويين قاچاقوي.

راپورونه وايي چې دغو افغانانو له يوه داسې امريکايي سره چې ددوى په ګومان قاچاقبر دى، خبرې کړې وې، خو هغه دامريکا د استخباراتي ادارې جاسوس و.

سرچينې ويلي، دوى له دغه امريکايي سره په دوبۍ او تايلينډ کې ليدنې کړې وې، چې وروسته په تايلينډ کې د پوليسو له خوا تر نيول کېدو وروسته امريکا ته وسپال شول.

login or register a new account.