غزني ښار (پژواک، ٢٧ وږى ٩٧): د غزني امنيه قوماندان وايي، ټول هغه کسان به ونيول شي چې پر دغه ولايت د بريد مهال يې د دولتي کسانو کورونه طالبانو ته ښودلي دي. بل لور ته د غزني ځيني اوسېدونکي هم وايي چې طالبانو د دولتي کسانو کورونو ته اور اچولى دى. د اړوندې موضوع په اړه د وږي په ٢٧مه د غزني ښار د پښتون اباد سيمې اوسېدونکي نوراحمد پژواک ته وويل چې پر غزني ښار د بريد پر مهال يو شمېر کسانو طالبانو ته د دولتي کسانو کورونه په ګوته کړي دي. هغه ونه ويل چې دغه کسان څوک وو، خو زياته يې کړه: ((زما کور يې هم ورته ښودلى چې طالبانو ورته اور واچاوه، موټر او کور مې ټول وسوځېدل.)) دغه راز د غزني ولايتي شورا پخواني غړي نادرخان پژواک ته وويل چې طالبانو د ده کور ته هم اور اچولى دى. هغه وايي: ((زما زوى هم په امنيتي ځواکونو کې دنده لري، ګاونډيانو راته وويل چې طالبانو سره يو شمېر کسان وو او د دولتي کسانو کورونه يې ورته ښودل، طالبانو به هم ورته اور اچاوه، زموږ کور او موټر يې هم سوځولي دي.)) يو شمېر نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې غوښتنه وکړه چې له طالبانو سره دغه همکار کسان پيدا او سخته سزا ورکړي. دغه راز د غزني ولايتي شورا غړي امان الله کامراني پژواک ته وويل چې د غزني يو شمېر اوسېدونکو د ښار په ورانولو کې له طالبانو سره مرسته کړې ده. ده زياته کړه: ((همدې کسانو طالبانو ته د غزني د استيناف څارنوالۍ د يوه څارنوال سرور کور وښود، طالبان ولاړل سرور يې و واژه، د قره باغ د امنيه قوماندان کور يې ورته وښود، پلار او وروڼه يې ورته بيولي او کور يې ورته پر بمونو الوځولى دى.)) ده ټينګار وکړ چې دغه کسان بايد ونيول شوي ځکه تر طالبانو ډېر خطرناک دي. همدارنګه د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال فريد احمد مشعل هم پژواک ته وويل چې د بريد پر مهال يو شمېر کسانو له طالبانو سره مرسته کړې چې له هغې ډلې پنځه تنه تر اوسه نيول شوي دي. ده زياته کړه: ((د طالبانو ډېرى همکاران موږ پېژندلي دي، د نيولو لپاره يې هلې ځلې روانې دي.)) په دې اړه د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو په غزني کې يواځې د پوځي کسانو کورونه سوځولي دي. مجاهد وايي: ((موږ سره په ډېرو برخو کې ملکي خلک مرستې کوي، خو په غزني کې د نظامي کسانو کورونه زموږ خپلو هغو طالبانو موږ ته ښودلي چې په غزني ښار کې ژوند کوي.)) د يادونې ده، شاوخوا يوه مياشت وړاندې وسله والو طالبانو پر غزني ښار ډله ييز بريد وکړ چې جګړې پنځه ورځې دوام وکړ چې ترڅ کې يې سلګونو ملکي وګړو، امنيتي سرتېرو او طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP