Language

خلک: د بلخ د چمتال او چهاربولک نا امنۍ سياسي رنګ لري

مزار شريف ( پژواک، ۲۸وږی ۹۷) د بلخ ولايت د چمتال او چهاربولک ولسوالۍ قومي مشران او اوسېدونکي وايي، چې د يادو ولسواليو وروستۍ نا امني سياسي رنګ لري او يو شمېر کړۍ هڅه کوي چې په ټاکنو کې د يوه ځانګړي قوم د ګډون مخه ونيسي.

چمتال او چهاربولک د بلخ هغه دوه ولسوالۍ دي، چې د مزار شريف ښار ختيځ لورته په ۴۰ کيلومترۍ کې پرتې دي او په وروستيو کې په کې نا امني زياته شوې ده.

د يادو ولسواليو اوسېدونکي وايي، چې شپږ مياشتې وړاندې يې په سيمو کې وضعيت عادي و؛ خو زياتوي، دمګړۍ د دغو دوو ولسواليو د ودانيو شاوخوا محدودې سيمې حکومتي ځواکونو سره دي او نورې سيمې يې سقوط شوې دي.

کورنيو چارو وزارت او بلخ ولايت مقام هم مني چې په چمتال او چهاربولک کې د مخالفينو تحرکات زيات شوي او په وړاندې يې د پوځي عملياتو د پيلېدو خبره کوي.

د دغو ولسواليو قومي مشران او اوسېدونکي روانه نا امني سياسي دسيسه بولي او زياتوي، چې يو شمېر کړۍ هڅې کوي څو يو ځانګړی قوم له رايې ورکولو څخه محروم کړي.

د چمتال د ولسي شورا رييس حاجي يارمحمد خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دمګړۍ د يادې ولسوالۍ ۸۰ سلنه خاوره د وسله والو مخالفينو په لاس کې ده.

نوموړي زياته کړه،شپږ مياشتې وړاندې يې په ولسوالۍ کې امنيتي وضعيت عادي و؛ خو له تېرو څو ورځو راهيسې په پرله پسې ډول کلي سقوط کوي.

هغه وويل: (( هر ځل د ټاکنو په رانږدې کېدو سره زموږ ولسوالۍ د جګړې پر مرکز بدلېږي، همدا اوس ۸۰ سلنه خاوره د مخالفينو لاس ته لوېدلې او د ولسوالۍ د ودانۍ شاوخوا محدود کلي دولت سره دي)).

يارمحمد خان زياتوي، که حالت همداسې دوام وکړي؛ نو د چمتال ولسوالۍ اوسېدونکي په ټاکنو کې ګډون نه شي کولی.

نوموړی وايي: (( موږ سره د خپل سر، مال او عزت غم دی، په دې جګړو يې ټاکنې رانه هېرې کړي، يو شمېر کړۍ شته؛ چې غواړي موږ بيا له خپل حق څخه محروم شو)).

دغه قومي مشر د چا نوم نه اخلي خو زياتوي، چې حکومتي مسوولين او مرکزي اداره بايد د يادو خپلسريو مخه ونيسي.

د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکی او بلخ کې د بخدي ټولنيز مرکز مشر عطامحمد ساهو هم وايي، چې په تېرو څو ورځو کې د يادې ولسوالۍ زياتې سيمې د حکومت له کنټرول څخه وتلې دي.

login or register a new account.