کندوز ښار(پژواک،٢٨وږى٩٧): د وسله والو طالبانو په بريد کې د کندوز د قلعه زال ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ اداري امر وژل شوى او د ملي اردو اووه سرتېري ټپيان شوي دي.
د کندوز د ولايتي شورا غړي امر الدين ولي د وږي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د قلعه زال ولسوالۍ پر پوستو ډله ييز بريدونه کړي دي.
ده وويل چې په دغو بريدونو کې د قلعه زال ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ اداري امر څارمن احسان الله وژل شوى دى.
دغه راز د قلعه زال ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې هم د احسان الله د وژل کېدو ترڅنګ وويل چې په دغه پېښه کې د ملي اردو اووه سرتېري هم ټپيان شوي دي.
دغه سرچينه وايي چې جګړه اوس هم روانه ده او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
بل لورته طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو د قلعه زال ولسوالۍ د افغان مزار په سيمه کې د حکومتي ځواکونو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ د اداري مرستيال په ګډون د ملي اردو ١٥ سرتېري وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
مجاهد دا هم وويل چې په دغو بريدونو کې يواځې درې طالبان ټپيان شوي دي.
د يادونې ده چې قلعه زال د کندوز ولايت د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه ده چې ډېرې سيمې يې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.
login or register a new account.