ښرنه(پژواک،٢٨وږى٩٧): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ٤٠ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو د يوه سربند د جوړېدو چارې پيل شوې.
د اړوندې موضوع په اړه جوړو شويو مراسمو ته د پکتيکا والي الياس وحدت وويل چې دغه سربند د مرکز ښرنې په خواجه خېلو سيمه کې جوړېږي.
د وحدت په وينا، د دغه سربند جوړېدل يوه مهمه اړتيا ده چې په جوړېدو سره به يې لسګونه زره جريبه ځمکه خړوبه او د اوبو يو منظم سيستم رامنځته شي.
ده زياته کړه: ((موږ کوښښ کوو چې په نورو سيمو کې هم ورته سربندونه او کانالونه جوړ کړو، ترڅو د پکتيکا شاړې دښتې خړوبې او حاصلخېزې شي.))
دغه راز په دې غونډه کې د پکتيکا د ګومل سندیزې حوزې ريیس محمداصف هوتک وویل چې د دغه سربند پر جوړولو به ٤٠ ميليونه افغانۍ ولګول شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، دغه سربند ١٦ کيلومتره اوږدوالى لري چې چارې به يې د يو کال په موده کې بشپړې شي او مالي لګښت يې د نړيوال بانک له لوري کول کيږي.
په دې اړه د خواجه خېلو سيمې اوسېدونکي سيد اکبر پژواک ته وويل: (( موږ د دې سربند جوړېدو ته سخته اړتيا درلوده، ځکه دلته ډېرې ځمکې شاړې پرتې دي.))
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په مرکز ښرنه کې د يو کرنيز فارم د جوړېدو چارې هم پيل شوې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP