ښرنه (پژواک، ٣١ وږى ٩٧): د پکتيکا امنيه قوماندان وايي چې د ولسمشر د فرمان له مخې به په دغه ولايت کې ټول هغه نقليه وسايط بند کړي چې قانوني اسناد نه لري.
مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني چې په ښرنه کې يې يوې خبري غونډې ته وينا کوله، دغه راز وويل چې په ښرنې ښار کې به د ډاډمن امنيت لپاره پر موټرسايکلو د دوو کسانو سپرېدل بند او په ښار کې به د تورو ښيښو پاکولو کمپاين هم پيل کړي.
هغه زياته کړه چې په دغه ولايت کې سلګونه او زرګونه داسې نقليه وسايط شته چې قانوني اسناد نه لري او ډېرى امنيتي پېښې د همدې موټرو د کارولو په وسيله ترسره کېږي.
د نوموړي په وينا، له دې وروسته هېڅوک دا ډول موټر نه شي ګرځولى او نه هم د تورو ښيښو لرونکي موټر ګرځولی شی.
خو د دغه ولايت اوسېدونکي د امنيه قوماندان له دغو څرګندونو سره موافق نه دي.
د مرکز ښرنې يوه اوسېدونکی او موټر پلورونکی اسماعيل وايي چې د دغه ولايت ٩٨ سلنه موټر اسناد نه لري او بندول يې د دولت له وسه بهر کار دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د دې پر ځاى چې دولت خلکو ته اسانتياوې برابرې کړي، ورته ستونزې جوړوي.
دى وايي چې حکومت دې د بې اسنادو موټرو بندولو لپاره يوه بله لار جوړه کړي او هغه موټر چې اسناد نه لري، ورته قانوني اسناد دې ورکړل شي.
د مرکز ښرنې يوه بل اوسېدونکي شمس الدين هم وويل چې دولت د دې پر ځای چې په پکتيکا کې په بې اسنادو موټرو بنديز ولګوي، بلکې په هغه ځای دې بنديز ولګوي چې دغه موټر ورڅخه راوړل کېږي.
دى وايي، دولت دې هغو موټرو ته چې نوي وي، قانوني جوازونه ورکړي څو له يوې خوا د دولت عوايد لوړ شي او بل پلوه خلک له ستونزو وژغورل شي.
د پکتيکا د ولایتي شورا غړی عزيز هم وايي چې په دغه ولایت کې تقريباً ټول موټر جواز نه لري او پرې بنديز لګول به ستونزې وزېږوي.
هغه پژواک ته وويل چې ولايتي اداره بايد دغو وسایطو ته جوازونه جوړ کړي يا دې موقت پلېټ ورکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP