پل علم (پژواک، ٣ تله ٩٧): د لوګر د مرکز او ولسواليو اوسېدونکي وايي چې د شپې له مخې مخابراتي شبکې فعاليت نه کوي چې له امله يې دوى له ستونزو سره مخ دي.
د لوګر د مرکز پل علم د دادوخېلو سيمې اوسېدونکي امرالله د تلې په درېيمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې مخابراتي شبکې د ماښام له شپږو بجو د سهار تر شپږو پورې کار نه کوي.
ده زياته کړه: ((د شپې له مخې ټيلېفون کار نه کوي، زموږ سيمه نا امنه ده، که يو کس له کور ووځي نو بيا ډېر ټيلېفون ته ضرورت کېږي خو څه وکړو چې کار نه کوي.))
دغه راز د محمداغې ولسوالۍ د دهنو سيمې اوسېدونکي عبدالباري پژواک ته وويل چې طالبانو د شپې له مخې په دې ولسوالۍ کې د مخابراتي شبکو پر فعاليت بنديز لګولى دى.
دى وايي: ((ټيلېفون اوس ډېره مهمه اړتيا ده، خو د شپې له مخې کار نه کوي، يو چا ته مريض پيدا کېږي، يو کور کې مړى کېږي، يوه بله خبره کېږي، خو ټيلېفون کار نه کوي، ته باور وکړه چې خلک يې په ډېر مشکل کې دي.))
همدارنګه د بره کي برک ولسوالۍ د نواباد سيمې اوسېدونکي لاجمير پژواک ته وويل چې د شپې له مخې د مخابراتي شبکو نه کار کولو پر سوداګريزو چارو هم منفي اغېز کړی دی.
هغه زياته کړه: ((زه يو سوداګر يم، ٢٤ ساعته مې بايد ټيلېفون روښانه وي او کار وکړي، خو دلته لوګر کې کار نه کوي، بېخي کاروبار يې راته خراب کړى دى، کوم کار چې بايد د شپې وکړم هغه سهار ته پاتې کېږي.))
د دغه ولايت يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.
په دې اړه د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې د شپې له مخې يواځې د مرکز پل علم په څو محددو سيمو کې ټيلېفوني شبکې کار کوي.
د هغه په وينا، د مخابراتي شبکو د فعاليت مخه طالبانو د دې لپاره نيولې څو د شپې له مخې افغان او بهرنيو ځواکونه بريد پرې ونه کړي.
د يادو څرګندونو په اړه د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رييس عبدالرحمن ناصري پژواک ته وويل چې طالبانو د شپې له مخې د مخابراتي شبکو پر خدمتونو بنديز لګولى چې د خلکو شکايتونه يې راپورته کړي دي.
ده وويل چې د يادې ستونزې د حل په موخه يې د مخابراتي شبکو له مسوولينو سره خبرې کړې، خو هغوى تر اوسه دغه ستونزه نه ده حل کړې.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP