ګردېز (پژواک، ٣ تله ٩٧): د پکتيا ولايت د ١٣ ولسواليو له ډلې د لسو ولسواليو د تېرو شاوخوا لسو کلونو ميليونونه افغانۍ ماليه نه ده را ټوله شوې.
په دې ولسواليو کې زرمت، شواک، ګرده څېړۍ، وزې ځدراڼ، ميرزکې، احمدخېل، لجه منګل، څمکني، جاني خېل او ځاځي اريوب شاملې دي.
له هغو سوداګريزو سيمو چې ماليه نه ده ټوله شوې، د څمکني شهرنو، د زرمت تعمير او د ځاځي اريوب شِشتې بازارونه هم شامل دي چې ګڼ مارکېټونه او زرګونه هټۍ په کې په سوداګريزو فعاليتونو او راکړه، ورکړه بوخت دي.
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي په تېر کې په مالياتي برخه کې د فساد زياتوالی د ماليې نه راټولېدو عمده لامل بولي او وايي، اوسمهال په ټوله کې هڅه دا ده چې ياده مهمه پروسه رڼه او ماليات له ټولو ځايونو په سم ډول راټول شي.
سهي پژواک ته وويل: ((په ځينو سيمو کې شايد بې امني هم د دې دليل ګرځېدلې وي او له دې ټولو نه غټ مشکل د يو شمېر مامورينو فساد او د شخصي ګټو لټول دي چې پر ماليه يې ډېر شديد تاثير غورځولی دی.))
دغه راز د پکتيا د ولايتي شورا رييس عبدالمالک ځاځی وايي، په عايداتي ادارو کې يې د ستونزو او فساد مسئله څو څو ځلې له اړوند ادارو او ولايتي چارواکو سره شريکه کړې، خو په خبره يې تر اوسه يې د حل په برخه کې هېڅ اقدام نه دی شوی.
ځاځي پژواک ته وويل: ((موږ د هرې ولسوالۍ او هرې ادارې ستونزه له مربوطه ادارې سره شريکه کړې ده، ليکن عمل مو نه دی ليدلی.))
د زرمت پخواني او د ځاځي اريوب اوسني ولسوال کفتان اخلاص پژواک ته وويل چې په زرمت کې د ولسوالۍ پر مهال يې په بازار کې شاوخوا زر هټۍ او زيات سوداګريز کاروبار شته چې په خبره يې زياته اندازه ماليه ترې ترلاسه کېږي.
اخلاص وايي، څو ځلې يې ولايت او مستوفيت ته د عايداتي مديريت د ايجاد په اړه مکتوبونه هم لېږلي، خو په اړه يې اجراات نه دي شوي.
اخلاص وويل: ((په زرمت کې ډېر زيات دوکانونه دي، داسې دوکانونه هم شته چې د ورځې تر پنځوس زره افغانۍ سودا کوي، څو واره مې ولايت مقام ته مکتوبونه لېږلي چې هلته د عوايدو مديريت ايجاد کړي څو عوايد راټول او د دولت مالي بنياد تقويه شي، خو ځواب مو پيدا نه کړ.))
د پکتيا پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد نجيب الله توتاخېل ماليې وزارت په شفاف ډول د مالياتو پر راټولولو، د فساد پر مخنيوي او په دې برخه کې له معاصرې ټکنالوجي پر کار اخيستو مکلف بولي.
توتاخېل ټينګار کوي چې که د ټولېدونکې ماليې له لارې خلکو ته عامه خدمات وړاندې او خلک ډاډه شي چې په ماليه يې بېرته دوی ته خدمات وړاندې کېږي، نو په خبره يې د ماليې ټولولو په برخه کې به لويه ستونزه حل او عوايد زيات شوي وي.
login or register a new account.