مزارشريف (پژواک، ۳ تله ۹۷): د بلخ پوليس وايي چې په دولت اباد ولسوالۍ کې يې پر امنيتي پوستو د طالبانو بريد پر شا تمبولی او ورسره يې د يوه قوماندان په ګډون ۱۵ وسله والو ته مرګ ژوبله هم ور اړولې ده.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د تلې په ۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه لسګونه وسله والو د دولت اباد ولسوالۍ د رېک ميراغا سيمې پر امنيتي پوستو ډله ييز بريد وکړ.
درانی زياتوي چې د طالبانو بريد د امنيتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شو چې په پايله کې طالبان شا تګ ته مجبور کړای شول.
د دراني په خبره، په دې نښته کې د طالبانو د يوه سيمه ييز قوماندان ملا معراج الدين په ګډون ۵ وسله وال وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.
د امنيې قوماندانۍ وياند زياته کړه چې د وژل شوو طالبانو جسدونه او وسلې د جګړې پر ډګر پاتې دي.
هغه وويل چې په دې نښته کې امنيتي ځواکونو او عامو خلکو ته زيان نه دی اوښتی.
په ورته وخت کې د دولت اباد ولسوالۍ قومي مشر حاجي حسن خان پژواک ته وويل چې تېره شپه يې تر سهار د درنو وسلو ډزې اورېدلې دي.
هغه وويل چې د جګړې له نږدې ساحو يو شمېر کورنۍ له خپلو کورونو کډه کولو ته هم اړ شوي دي.
دغه قومي مشر وايي چې د تلفاتو په اړه دقيق معلومات ورسره نشته.
دولت اباد د مزارشريف ښار لوېديځ لور ته پرته ولسوالۍ ده چې په دې وروستيو کې په کې امنيتي پېښې تر بل هر وخت زياتې شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه د دې پېښې په تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي. You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.