کندوز ښار (پژواک، ٤ تله ٩٧): د کندوز په چهاردرې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د يوې کورنۍ څلور ښځې وژل شوې او درې نارينه يې ټپيان دي.
د چهاردرې ولسوالۍ اوسېدونکي رحم الدين د تلې په څلورمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه یې افغان ځواکونو پر کور عمليات کړي دي.
هغه وويل: ((دغو ځواکونو زما ٥٥ کلنه مېرمن، ٢٥ کلنه لور، ٣٠ کلنه نګور او يوه بله زموږ خپله چې زموږ کره مېلمنه وه، ټول ووژل.))
رحيم وايي چې په دې پېښه کې يې د زوی په ګډون درې تنه ټپيان شوي او امنيتي ځواکونو دوه تنه نور له ځان سره بيولي دي.
ده زياته کړه: ((امنيتي ځواکونه راغلل، موږ نه يې پوښتنه وکړه چې طالبان چېرته دي، زموږ کور څنګ ته يو جومات دى، طالبان هلته وو خو دوى راغلل زموږ کور يې بمبار کړ.))
رحم الدين او شاوخوا درې سوه کليوالو يې ياد مړي کندوز ښار ته د اعتراض په توګه انتقال کړي دي.
يادو اعتراض کوونکو پر حکومت د مرګ شعارونه ورکول او د کابل- کندوز لويه لار يې د کابل بندر په سيمه کې تړلې ده.
دغه راز د کندوز ولايتي شورا غړي امرالدين ولي هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې د امنيتي ځواکونو د ضعف له امله ډېرى وخت ملکي وګړي په عملياتو کې وژل کېږي.
د کندوز امنيتي چارواکو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.