Language

بغلان کې اعتراض کوونکو له حکومته د مرستې غوښتنه وکړه

پلخمري(پژواک،٥تله٩٧): بغلان کې لسګونو کسانو د يوې اعتراضيه غونډې په ترڅ کې وويل چې کورونه يې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړو کې وران شوي، خو تر اوسه مرسته ورسره نه ده شوې.

دغه اعتراض کوونکي د مرکزي بغلان ولسوالۍ د لرو پرتو سيمو اوسېدونکي دي چې نن د بغلان ولايت مقام ته څېرمه را ټول شوي وو.

د دې کسانو له ډلې څخه د مرکزي بغلان ولسوالۍد علا والدین سیمې اوسېدونکي  فضل الحق وويل چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړو کې يې کورونه ویجاړ شوي او کرل شوي فصلونه يې هم له منځه تللي دي.

د هغه په وينا، درې ورځې کېږي چې د ولایت مقام مخې ته راغونډېږي خو غږ يې څوک نه اوري او په ستونزو کې دي.

دغه راز د همدې ولسوالۍ د منګلو سیمې اوسېدونکي شاه محمود وویل چې په وروستیو جګړو کې يې د سیمې ډېر کورونه ویجاړشوي او سلګونه کورنۍ کډې کولو ته اړ شوې دي.

نوموړی وايي: (( دولت دې يا سوله راولي يا دې نوره جګړه بس کړي، ځکه په جګړه کې ټول تاوان عامو خلکو ته دى.))

يو شمېر نورو اعتراض کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومت څخه يې غوښتنه وکړه چې له دوى سره مرستې وکړي.

د يادو څرګندونو په تړاو د بغلان د والي وياند محمود حقمل پژواک ته وويل چې د ولايت مقام د کډوالو رياست په ګډون له يو شمېر موسسو څخه يې غوښتنه کړې چې له زيانمن شويو کسانو سره مرستې وکړي.

هغه وايي: (( د مرستو وېشل وخت او سروې ته اړتيا لري او حکومت ژمن دى چې له بيوزلو سره مرسته وکړي.))

 همدارنګه د بغلان د کډوالو چارو ريیس نعیم کاکړ پژواک ته وویل چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ جګړه ځپلو سیمو څخه هره ورځ سلګونه مرسته غوښتونکي له دوى سره ثبتېږي.

کاکړ زیاته کړه چې ثبت شوې کورنۍ سروې کېږي او تر هغه وروسته بيا مرستې ورسره کيږي.

مرکزي بغلان ولسوالۍ د منګلو، قیصرخېل، کوږچنار، علاوالدین، جنډي خېل، نو اباد  او عربو کلیو سلګونه کورنۍ هغه مهال بېځایه شوې چې وسله والو د دې سيمو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.

login or register a new account.

Related Topics