Language

بغلان کې سلګونو ښځو سولې ته د لومړيتوب په ورکولو ټينګار وکړ

پلخمري(پژواک،٥تله٩٧): د بغلان په مرکز پلخمري کې سلګونو ښځو د يوې غونډې په ترڅ کې د جګړې پر ختمېدو او سولې ته د لومړيتوب په ورکولو ټينګار وکړ.

د سولې عالي شورا غړې ملالۍ شینوارې دې غوڼدې ته وويل چې د ښځو له خوا د سولې غوښتنې دغه پلان د لومړۍ مېرمنې رولا غني له لوري جوړ شوى دى.

دې وويل: (( په افغانستان کې د روانې جګړې عمر، په دې تالار کې د ناستو ټولو ښځو له عمر څخه ډېر دى، نور بايد غه جګړه ختمه شي.))

ملالۍ زیاته کړه چې حکومت به د وسله والو طالبانو په پرتله پياوړي وي، خو جګړه د افغان ځواکونو له توانه نوره لوړه ده، بايد د سولې لپاره جدي هلې ځلې وشي.

دغه راز د بغلان د ښځو چارو ريیسې خدیجې یقین د افغان مېرمنو پر یووالي د ټينګار ترڅنګ له وسله والو طالبانو د سولې غوښتنه وکړه .

نوموړې وویل :(( زه د یو افغان ناموس یم هغه چې ما وژني فکر دې وکړي چې د همدې خاورې ناموس یې وژلی دى، نو اوس له تاسو څخه ستاسو ناموس غواړي چې مه يې وژنئ.))

وروسته د بغلان والي عبدالحي نعمتي وويل چې وسله وال طالبان يواځې د افغان ځواکونو دښمنان دي او د سولې وړانديز د حکومت کمزرتيا بولي.

ده وويل: (( موږ کمزوري نه يو خو سوله هم غواړو.))

د يادونې ده چې تردې وړاندې په خوست، لوګر، پروان او غزني ولايتونو کې هم د ښځو له خوا ورته غونډې شوې دي.

login or register a new account.

Related Topics