لومړى تعقيب-غزني(پژواک،٥تله٩٧): په غزني کې د ولسمشر اشرف غني غونډې ته څېرمه د راکټونو تر لګېدو وروسته د دغه ولايت چارواکي وايي چې امنيتي وضعيت د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې دى.
غزني کې يوې دولتي سرچينې دتلې په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې شاوخوا يوولس بجې د غزني ولايت مقام ته څېرمه يو راکټ لګېدلى دى.
د هغه په وينا، راکټ داسې مهال لګېدلى چې د ولسمشر محمد اشرف غني او نورو چارواکو غونډه په ولايت کې دننه روانه وه.
ده زياته کړه چې يو بل راکټ د کابل-کندهار پر لويه لار د غزني په مربوطاتو کې، لوى پله ته څېرمه لګېدلى دى.
سرچينه وايي چې په دغو راکټي بريدونو کې چاته زيان نه دى اوښتى.
خو بل لورته د غزني د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا مهال د غزني امنيتي وضعيت د امنيتي ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې دى.
خبرپاڼه کې راغلي: (( غزني نن د ولسمشر محمد اشرف غني کوربه توب کوي، دښمن هڅه وکړه چې تخريبي اعمال ترسره کړي، خو د افغان ځواکونو له خوا شنډ او دفع شول.))
سرچينه وايي چې وسله والو مخالفينو پر غزني ښار دوه راکټونه توغولي، خو چاته يې مرګ ژوبله نه ده اړولې.
د يادنې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني، لومړۍ مېرمن رولا غني او يو شمېر نور چارواکي د غزني د بېلابېلو برخو د وضعيت د څېړنې په موخه نن سهار غزني ولايت ته رسېدلي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP