Language

نعيمي: کندوز کې مو د ټوپک په زور د باج اخيستو مخه نيولې

کندوز (پژواک، ٧ تله ٩٧) : د کندوز والي وايي چې پخوا په دغه ولايت کې د ټوپک په زور له خلکو باج اخيستل کېده چې اوس يې مخه نيول شوې او ځينې کسان د قانون منګولو ته سپارل شوي دي.

د کندوز والي عبدالجبار نعيمي دغه څرګندونې د تلې په ٧مه، ددې ولايت له ديني عالمانو ، قومي مشرانو او ځوانانو سره د يوې مشورتي غونډې پر مهال وکړې.

په دې غونډه کې د ولایت مقام رهبري، مسوولينو، له مرکز او لسوالیو څخه راغليو عالمانو، قومي مشرانو، سپين ږيرو او ځوانانو ګډون کړى وو.

نعيمي وويل، چې د خدمت له لومړۍ ورځې څخه يې ولسي لومړیتوبونه تشخيص کړي،د بې عدالتیو مخنیوی او د زور واکو د لاسونو لنډول دخلکو له مهمو غوښتنو څخه وې.

هغه زياته کړه، له  همدې پلانونو سره سم يې اقدام وکړ او يو شمېر هغه افراد يې ونيول چې د ټوپک په زور يې له خلکو باج اخيسته.

والي وايي، دغو خلکو نه يواځې باج اخيست، بلکې پر خلکو يې دټوپک په ژبه د زور واکمني کوله ، خلک يې وژل او دهغوی په حقونو يې تېر ی کاوه.

نعيمي وايي : (( په هر قیمت به د زور واکو او قانون ماتونکو پروړاندې اقدامات کېږي، موږ ته نور دخپلو خلکو ځورول، باج اخيستنه،وژل، د هغوی پر حقونو تېری او قانون ماتونه د زغم نه ده.هغوی چې قانون ماتونه کوي،هغو شېبو ته دې انتظار وباسي چې د قانون منګولو ته به را کش کړل  شي. ))

د کندوز والي وويل، خان اباد کې يو شمېر زور واکي او قانون ماتونکي ونيول شول،اوس هلته تر ډېره وضعيت ښه شوی او د زورو اکو د جبر لاسونه لنډ شوي دي .

د ده په وينا، هغوی چې له خلکو باج اخلي،په خلکو د وحشت او دهشت واکمني کوي او ان هغه اشخاص ګواښي چې خدمت کوي،دا ډول خلک د خدای (ج )د مخلوق،پرمختګ،سولې،امن او ارامۍ دښمنان دي.

نعيمي وويل، ټولو امنیتي ارګانونو ته لارښوونه شوې چې د هغوى پروړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي، دغه راز له خلکو يې وغوښتل چې له امنيتي ځواکونو سره په دغه برخه کې همکاري وکړي.

نوموړي زياته کړه، د بيارغونې لپاره ډېر پلانونه لري، د شېرخان بندر د بيا فعالیدو او هلته د پانګونې د پراختیا او د پانګولو د راجلب لپاره ځانګړي پلان جوړ شوى چې ډېر ژر به يې په اړه  اقدام وشي.

login or register a new account.

Related Topics