Language

بغلان کې لاريون کوونکو پر ایراني سمنټو د بندیز  ملاتړ وکړ

پلخمري (پژواک، ٨ تله ٩٧): د بغلان په مرکز پلخمري کې د غوري سمنټو فابریکې کارکوونکو هېواد ته د ایراني سمنټو پر بندیز خوښي وښوده او ملاتړ يې وکړ.

په پلخمري کې د غوري سمنټو او افغان کول فابریکو لسګونو کارکوونکو د لاریون په ترڅ کې بغلان ولایت مقام مخې ته له افغاني تولیداتو او په ځانګړې توګه د ولسمشر اشرف غني له خوا پر ایراني سمنټو د بندیز په اړه شوي اعلان ملاتړې نارې ووهلې.

د بغلان ولایت والي عبدالحي نعمتي لاریون کوونکو ته وینا کې وویل:(( افغان حکومت له کورنیو سمنټو د ګټې اخیستو په موخه د ایراني سمنټو پر کارونې او واردولو د بندیز فرمان صادر کړی چې دا به زموږ د کورنیو تولیداتو په ځانګړې توګه سمنټو پر فابریکو خورا مثبت اغېز ولري.))

ده زیاته کړه، ټولو امنیتي ارګانونو ته يې لارښوونه کړې چې له دې وروسته د ایراني سمنټو کاروونکو مخه ونیسي تر څو ټول د کورني سمنټو څخه کار واخلي او افغاني فابریکې بیا ځل ټول هېواد ته د تولیداتو د عرضه کولو جوګه شي.

د غوري سمنټ فابریکې اداري مسوول محمد اسلام چکري هم وینا کې د افغان حکومت له مشرانو د مننې ترڅنګ له افغانانو د کورنیو سمنټو د کارونې غوښتنه وکړه.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وویل: (( اوس مهال حکومت یواځې د ایراني سمنټو پر وارداتو بندیز لګولی چې موږ یې ملاتړ کوو، که په راتلونکي کې د نورو ګاونډیو هېوادونو لکه پاکستان په وارداتي توکو بندیز لګول کېږي، بیا یې هم مننه او ملاتړ کوو.

په بغلان کې د غوري سمنټو فابریکې کارکوونکو د اتحاديې مسوول احمد شکیب هم د حکومت له دغه ګامه هرکلی کوي.

نوموړي هم خپلو ملګرو ته وینا کې د افغان حکومت له دغې نوې پالیسۍ چې له ایرانه د سمنټو پر واردولو بندیز دی، ډېره مننه وکړه.

ده وویل : ((د حکومت دغه ګام پر افغاني تولیداتو مثبتې اغېزې کوي، ځکه نه یواځې ملاتړ یې کوو، بلکې له حکومته د هغو نورو وارداتي توکو د بندیز تمه هم لرو چې زموږ د کورنيو تولیداتو د ودې لامل ګرځي.

login or register a new account.