ګردېز (پژواک، ٨ تله ٩٧): د پکتيا په درې ځدراڼ مېشتو ولسواليو کې د پنځو ميليونو ډالرو په لګښت د وارداتي برېښنا د وېش شبکه پرانيستل شوه.
د پکتيا والي شميم خان کټوازی په دې پرانيست غونډه کې وويل چې د برېښنا د وېش دا شبکه لومړی د پکتيا په درې ځدراڼ مېشتو سيمو ګردې څېړۍ، شواک او وزې ځدراڼ ولسواليو کې فعاليت پيلوي.
نوموړی وايي: ((اول د پکتيا درې ځدراڼ مېشتو ولسواليو او بيا د خوست ځدراڼ ولسواليو ته د برېښنا شبکه توزيع کيږي. دا ولسوالۍ په لويه پکتيا کې لومړۍ ولسوالۍ دي چې برېښنا ورته وېشل کېږي او پنځه ميليونه ډالره لګښت پرې راځي.))
ده زياته کړه، د برېښنا د وېش ډېری مواد وزې ځدراڼ ولسوالي رسېدلي او د پاتې هغو د لېږد چارې روانې دي.
د پکتيا د برېښنا رييس اصف نيازي پژواک ته وويل، نن ورځ د دې شبکې د لينونو غځولو، د پايو، ترانسفرمرونو او مېټرونو نصبولو چارې پيل شوې دي.
د هغه په وينا، د برېښنا لپاره په وزې ځدراڼ ولسوالي کې سب سټېشن جوړ شوی، چې د شپاړسو مېګا واټه برېښنا ظرفيت لري او په ترڅ کې به يې پنځه زره کورونو ته برېښنا ورکړل شي
دی وايي: ((دا پروژه انشاءالله په شپږو مياشتو کې د ۲۰۱۹ کال په اپرېل مياشت کې تکميلېږي او خلک به ترې بهره مند شي. د دې تر څنګ موږ د برق سب سټېشن لرو چې ۱۶ مېګاواټه ظرفيت لري او د هغه کار هم نوي فيصده سرته رسېدلی دی.))
د سيمې اوسېدونکي د برېښنا په وېش خوښ دي او وايي، له برېښنا سره به يې په ژوند کې مثبت بدلون او پرمختګ راشي.
د وزې ځدراڼ اوسېدونکی وکيل وايي: ((په برق کې ډېر سهولت دی. په کې يخچال او نور ډېر شيان ترې لګېږي. اوس موږ له شمسي ګټه اخلو، ځينې خلک ګيسونه او څراغونه لګوي.))
يو بل اوسېدونکى بلبل ځدراڼ وايي، خلکو تر دې وړاندې هم د برېښنا په پروژه کې مرسته کړې او تر دې وروسته يې هم په ساتنه او نورو برخو کې همکار دي.
نوموړي پژواک ته وويل: ((ولسونه ټول په دې خوښ دي، ان شاءالله په اينده کې به د ځدراڼ مېشتو ولسواليو ژوند روښانه شي. د امنيت په مورد کې ټول همکار يو.))
شاوخوا پنځه مياشتې وړاندې ولسمشر غني پکتيا ته په خپل سفر کې پر څلورو نورو پروژو سربېره په ګردېز کې د (۱۳۰۰۰) کورونو لپاره د وارداتي برېښنا د وېش شبکه هم پرانيستې وه، خو په پروژه کې د ستونزو او لاس په لاس کېدو له امله يې لا هم د وېش چارې نه دي بشپړې شوې.
login or register a new account.