Language

خلک: د علي خېل- ګوي ترمنځ سړک پر ډېر ټيټ کيفيت جوړېږي

ګردېز (پژواک، ٩ تله ٩٧): د پکتيا د ځاځي اريوب اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د جوړېدونکي اوولس کيلومتره سړک د چارو له ټيټ کيفيته شکايت کوي او وايي چې که چارې يې همداسې پر مخ ولاړې شي، ياد سړک به ژر بېرته خراب شي.

دغه سړک د اريوب له علي خېلو څخه د ډيورنډ فرضي کرښې تر ګوي پورې د اوولس کيلومتره په اوږدوالي د ټولګټو چارو وزارت له خوا په ۲۸۵ ميليونه افغانۍ جوړېږي، خو خلک وايي په خراب کيفيت د سړک جوړېدو خواشيني کړي او روانې چارې ورته د منلو نه دي.

د ځاځي اريوب اوسېدونکي حنان ځاځي د تلې په نهمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د علي خېل ــ ګوي تر منځ دا اوولس کيلومتره جوړېدونکی سړک خورا مهم دی او له مسوولو چارواکو غواړي چې د چارو کيفيت ته يې لازم پام وکړي.

ځاځي وويل چې د لارې په اوږدو کې ځيني لازم پلچکونه نه دي جوړ شوي او د سړک اړوند ځيني نور کارونه هم نيمګړي پرېښودل شوي چې ښايي په راتلونکي کې لويه ستونزه جوړه او سړک له منځه ولاړ شي.

نوموړی وايي: ((په کومو اصولو چې قرارداد شوی، په هغو اصولو نه جوړېږي؛ ځيني ځايونو کې پلونو ته ضرورت و، خو دوی فرشونه اچولي، په ځينو ځايونو کې پلچکونو ته ضرورت دی، خو دوی نه دي جوړ کړي، په راتلونکي کې سېلابونه راوځي او خلک به له ډېرو مشکلاتو سره مخ کړي.))

دغه راز د شـشتې اوسېدونکی بشېر ځوانمل پژواک ته وويل چې د دغه سړک جوړېدل د خلکو لوی ارمان و او منظورېدو ته يې زيات انتظار کړی، خو پر ټيټ کيفيت روانو چارو ناهيلي کړي دي.

ځوانمل وويل: ((دا سړک انجنيرانو هم کتلی چې خراب او د قرارداد مطابق نه دی جوړ شوی. دا د خلکو يو ارمان و چې دا سړک ورته جوړ شي او ښه ورته جوړ شي، خو اوس خلک خپه او په تشويش کې دي چې څو مياشتې وروسته به يې بېرته همدا حال وي.))

دغه راز د دې سيمې بل اوسېدونکي انجنير رحمت الله ځلاند د خلکو شکايت پر ځای بولي او وايي د سړک جوړوونکي شرکت د سړک جوړېدو لپاره ټاکل شوي معيارونه په نظر کې نه دي نيولي او روانې چارې ډېرې بې کيفيته دي.

ځلاند پژواک ته وويل: ((کوم معيارونه چې د يوه سړک د قير ريزۍ يا بدنې جوړېدو لپاره ټاکل شوي، هغه يو هم دوى په نظر کې نه دي نيولي.))

د ياد سړک د قراردادي شرکت مسوول انجنير عبيدالله عبيد پژواک ته وويل چې د سړک چارې له قرارداد سره سم پر مخ وړي او د اړوند رياست د څارونکي ټيم له خوا څارل کېږي.

عبيد وايي: ((په ساحه کې چې موږ کار کوو، هيئت راځي، د هغه طول، ضخامت او کوالټي چِک کېږي، که هغوی ته د منلو نه وي، د هغې پيسې موږ ته نه راکول کېږي، دوباره راباندې ړنګېږي او له سره يې جوړوو.))

همدارنګه د پکتيا والي شميم خان کټوازی هم د سړک په چارو او کيفيت کې ستونزې مني او وايي دا ستونزې ورته د ولايت مسوول تخنيکي بورډ هم ويلي دي.

login or register a new account.

Related Topics