ترينکوټ (پژواک، ٩ تله ۹۷): د اروزګان والي وايي چې زورواکي او غاصبين د وسله والو طالبانو په پرتله د دغه ولايت لپاره ستر ګواښ دي او ډېرو خلکو ته يې ستونزې جوړې کړې دي.
والي محمد شفيق اسدالله سعيد دغه څرګندونې د تلې په ٩مه د ولايت مقام په هغې غونډه کې وکړې چې په کې د ملکي او نظامي چارواکو تر څنګ له کابل څخه د مشرانو جرګې راغلي پلاوي هم ګډون کړی و.
هغه زياته کړه چې په دغه ولايت کې د نا امنۍ، لوږې او د زده کړو د کچې له کموالي سره سره ځايي زورواکي او شته غاصبین هم د خلکو لپاره ستر ګواښ دي خو پر وړاندې يې مبارزه ټکنۍ ده.
والي وايي، ځايي زورواکو د ولايت په ملکي او نظامي ارګانونو کې پراخې ريښې کړې او هر کله چې ولایت مقام د هغوی پر وړاندې مبارزه کړې نو يو شمېر ادارې او نظامي ځایونو ورسره سقوط کړى.
د سعيد په وينا، که څه هم له تېرو څو مياشتو راهيسې د ولايت د رهبرۍ په مرسته دغلته د زورواکو پر وړاندې مبارزه شوې ده، خو زياتوي چې لا هم يو شمېر کړۍ شته چې ټوله اداره او خلک يې په ستونزو کې اچولي.
د هغه په وينا، د زورواکو او غاصبينو په اړه يې د خلکو شکايتونه تر ولسمشره رسولي.
په مشرانو جرګه کې د اروزګان د خلکو استازى او د دې جرګې د شکایتونو کمېسیون مشر محمد حنيف حنفي هم په دغه ولايت کې د زورواکو شتون تاييد کړ، خو غوښتنه يې وکړه چې د دوى پر ضد بايد جدي اقدامات وشي.
هغه زياته کړه چې په اروزګان ولايت کې ستونزې ډېرې، دي بايد حکومت يې په اړه زياته پاملرنه وکړي.
د اروزګان د ملکي او نظامي ادارو مسوولینو هم د دغه ولایت له والي او راغلي پلاوي وغوښتل چې امنیتې وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي، څو د بيارغونې پروژې چې له تېرو کلونو راهيسې ولاړې دي، له سره پيل شي.
login or register a new account.