Language

د کندوز د علي اباد ولسوالۍ د طالبانو د پوهنې مدير نيول شوى

کندوز ښار (پژواک، ١٢ تله ٩٧): د کندوز حکومتي چارواکي وايي چې د ملي امنيت ځواکونو د علي اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو د پوهنې مدير په ګډون نهه کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي دي.

د کندوز د والي وياند عصمت مرادي د تلې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې نهه غله، انسان تښتونکي، قاتلین، قانون ماتوونکي او طالبان نيولي دي.

ده زياته کړه چې په نیول شوو کې د مولوی سخي په نوم د علي اباد ولسوالۍ لپاره د طالبانو د معارف مدیر او د طالبانو یو سرګروپ خال محمد هم له یو بل ملګري سره نیول شوي دي.

مرادي وايي چې دغه کسان د کندوز ښار شاوخوا سیمو کې نیول شوي چې اوسمهال تر څېړنو لاندې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، له نيول شوو کسانو يو موټر او دوه کلاشينکوفونه هم ترلاسه شوي دي.

په دې اړه د کندوز د ملي امنيت رييس تورن جنرال سيد اميرشاه سادات پژواک ته وويل چې د دې کسانو په نيولو کې خلکو د ملي امنيت له ځواکونو سره پوره همکاري کړې ده.

ده له خلکو غوښتنه وکړه چې په دغه ولايت کې د امنيت د تامين په موخه د مشکوکو کسانو او پېښو پر مهال دې ډېر ژر له امنيتي ځواکونو سره په اړيکه کې شي.

بلخوا د افغان دولت وسله والو مخالفينو د يادو څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.