ګردېز (پژواک، ١٢ تله ٩٧): د پکتيا د مرکز ګردېز او ځينو ولسواليو اوسېدونکي شکايت کوي چې د شپې له خوا يې په سيمو کې د ځينو مخابراتي شبکو فعاليت بندېږي چې دوی يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
دوی وايي، له نږدې يوې مياشتې راهيسې ياده ستونزه پېښېږي، خو تر اوسه يې د حل لپاره هېڅ اقدام نه دی شوی.
د ګردېز اوسېدونکی عبدالهادي حماس د تلې په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له څو اونيو راهيسې په ښار او شاوخوا سيمو کې ډېری مخابراتي شبکې فعاليت بندوي چې د اړيکو نه نيول کېدو له امله يې خلک خورا تنګ شوي دي.
نوموړى په ولايتي مسوولو ادارو نيوکه کوي چې ولې يې په دومره وخت کې په حل نه دي توانېدلي او د ژر حل غوښتنه يې کوي.
ده وويل: ((ستونزه ډېره زياته ده، د شپې له خوا تقريباً ټولې شبکې کار نه کوي، دا چې په وروستيو کې حالات هم ښه نه دي او خلک غواړي له خپلو کورنيو معلومات ولري او يا کومه ناروغي او بل مشکل پېښيږي، نو خلک يې ډېر اندېښمن کړي او مشکل کې اچولي دي.))
دغه راز د ګردېز د بلند منزلو ښارګوټي اوسېدونکی اجمل مسعودزی وايي چې اوسمهال خلک خپل ډېر کارونه د ټيلېفون له لارې کوي چې د کم وخت لپاره يې هم نه شتون ګڼې ستونزې رامنځته کوي.
هغه پژواک ته وويل: ((تقريباً يوه مياشت کېږي چې په پکتيا کې مخابراتي شبکې سم کار نه کوي، اړيکې نه نيول کېږي، نېټ کار نه کوي، خلک له مشکل سره مخ کېږي. له مخابراتو رياست او وزارت څخه مو هيله ده چې دا ستونزه ژر حل کړي.))
د زرمت اوسېدونکی انور مراد هم دا خبره کوي او وايي چې د شپې له خوا يې په سيمه کې ټولې شبکې فعاليت بندوي.
ده د مخابراتي شبکو د فعاليت بندېدل لويه ننګونه يادوي او وايي چې د شبکو د فعاليت په نه شتون کې ډېرې ستونزې لري.
نوموړی وايي: ((هغه مشکلات چې د مخابراتي شبکو د کار نه کولو له امله ور سره مخ کېږو او مخ يو، برخي سختې او نه بيانېدونکې دي، تاسو فکر وکړئ چې په منځنيو پېړيو کې ژوند به څومره سخت وي، هغسې حالت وي. که کوم تکليف يا مشکل پېښ شي، نو دا حالت ډېر زيات سخت وي، غوښتنه مو دا ده چې د دې مشکل په حل کې په جديت کار وشي.))
د احمدابا، سيدکرم، څمکنيو، ډنډپټان او ځاځي اريوب ولسواليو اوسېدونکي هم د شپې له لوري د مخابراتي شبکو له نه فعاليت شکايت کوي او له مسوولينو غواړي چې دا ستونزه يې ورته حل کړي.
login or register a new account.