پل علم (پژواک، ١٤ تله ۹۷): د لوګر د برېښنا ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند پنځوسو کلیو ته د برېښنا د پایو درولو او مزو غځولو چارې پیل شوې او د يو کال په موده کې به د یادو کلیو زرګونو کورنيو ته برېښنا ورکړل شي.
د لوګر د برېښنا رييس نورالدین ستانګزي د تلې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پر دې پروژې ٢٣ ميليونه ډالر لګښت راځي چې د اسيا پراختيايي بانک له خوا ورکول کېږي.
ده زياته کړه: ((د دغه ولايت په تاریخ کې دا لومړى ځل دى چې کليو ته برېښنا ورکول کېږي، موږ د دې پروژې له مخې په ٥٠ کليو کې ١٣٥٠٠ کورنيو ته برېښنا ورکوو چې يو مثبت تغيیر دى.))
ستانکزى وايي چې يو کال مخکې دغه ولايت ته وارداتي برېښنا راغلې خو تر اوسه يواځې په مرکز کې خلکو ته وېشل شوې وه.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، لوګر ته دا مهال ٣٢ مېګاواټه برېښنا ورکړل شوې چې کورنيو ته کيلوواټ په ٦،٢٥ افغانۍ او دولتي ادارو، موسسو او سوداګريزو سيمو ته يو کيلوواټ په ١٦،٧٥ افغانۍ ورکول کېږي.
دغه راز د لوګر د مرکز پل علم د سرسنګ کلي اوسېدونکي جميل پژواک ته وويل چې کلي ته يې د برېښنا د پايو او مزو د انتقال چارې پيل شوې دي.
هغه وايي: ((زه په دغه کار ډير خوښ يم، دا مې د ژوند تر ټولو لويه خوشحالي ده؛ ځکه برېښنا سره ډېر سهولتونه منځ ته راځي.))
همدارنګه د حصارک کلي قومي مشر عبدالرحمن توکلي پژواک ته وويل چې کليو او بانډو ته د برېښنا ورکړه ډېره لويه خبره ده.
ده زياته کړه: ((د برېښنا په راتګ سره به د ښار د خلکو په څېر زموږ مشکلات هم ډېر حل شي خو غوښتنه مې دا ده چې د کار کيفيت ته بايد جدي توجه وشي.))
دغه راز د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عبدالولي وکيل پژواک ته وويل چې له کلونو راهيسې د دغه ولايت اوسېدونکو غوښتل چې سیمو ته يې برېښنا ورکړل شي.
نوموړي زياتوي: ((اخر د خلکو دغه هيله پوره شوه او د برېښنا د مزي او پايو د انتقال کار پيل شو.))
وکيل له خلکو غوښتنه وکړه چې د يادې پروژې د ژر او ښه تطبيق په برخه کې د برېښنا رياست له کارکوونکو سره همکاري وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP