ګردېز (پژواک ١٤ تله ٩٧): د پکتيا په ګرده څېړۍ ولسوالي کې د بهرنيو ځواکونو په بريدونو کې شاوخوا دېرش ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سنګين ځدراڼ په نوم قومي مشر او د سيمې اوسېدونکي، پژواک خبري اژانس ته وويل، بريد په سوري خېلو سيمه کې شوى دى، لس تنه په کې وژل شوي او 21 نور ټپيان دي، چې ټول ملکي وګړي دي.
د ده په خبره، په وژل شويو او ټپيانو کې لويان، ځوانان او ماشومان شامل دي.
د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال رازمحمد مندوزى پېښه تاييدوي او وايي چې په ياده سيمه کې غرمه مهال وسله والو طالبانو د خوست د کمپاين يا KPF اړوند ځواکونو بريد کړى، يو پيک اپ موټر يې ترې سوځولى او څو تنه يې ټپيان کړي دي.
ده پژواک ته وويل چې په غبرګون کې يې په سيمه کې هوايي بريدونه شوي او د سيمې د خلکو د معلوماتو پر اساس ورته د شاوخوا دېرش کسانو د وژنې او ټپي کېدو خبر ورغلى دى.
نوموړى وايي، تر اوسه په مړو او ټپيانو کې د وسله والو طالبانو د شتون او شمېر په اړه کره معلومات نه لري.
دى وايي: ((طيارو چې بمبار کړى، نو حتماً څه شته. که ملکي وي، نو ولې يې د KPF پيکپ اپ سوځولې؟ ولې يې جنګ کاوه؟ تر اوسه مو اراضي له نږدې نه ده ليدلې. خو شايد مخالفين او ملکيان دواړه په کې وي. که څه خبر په لاس راغلل، در شره شريک به يې کړو.))
وسله وال طالبان وايي، د ګردې څېړۍ ولسوالي په سوري خېلو سيمه کې يې په نظامي ځواکونو بريدونه کړي او ورته د زياتو مالي او ځاني زيانونو اړولو ادعا کوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي، تر جګړې وروسته په سيمه کې هوايي بمبار شوى چې په پايله کې يې نهه ملکي وګړي وژل شوي او 25 نور ټپيان دي.
دى خپلې خواته د يو طالب وسله وال ټپي کېدل مني.
login or register a new account.