غزني ښار (پژواک، ١٤ تله ٩٧): د غزني حکومتي چارواکي وايي چې طالبانو د دغه ولايت په مربوطاتو کې د کابل- کندهار د لويې لارې څو پلونه پر بمونو الوځولي چې له امله يې عمومي لار د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
خو طالبان د پلونو الوځولو خبره ردوي او وايي چې عمومي لاره يې د حکومتي کسانو پر مخ تړلې ده.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د تلې په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د اب بند ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل- کندهار د لويې لارې درې پلونه پر بمونو الوځولي دي.
ده وويل، يو شمېر نورو طالبانو غوښتل چې د قره باغ ولسوالۍ لوى پل هم والوځوي چې خپل ماين پرې چاودنه کړې او پنځه طالبان یې وژلي دي.
نوري زياته کړه: ((عمومي لاره د پلچکونو د ويجاړېدو له امله بنده شوې ده، خو خلکو ته مشکل نشته، خلک په خامه لارو تګ راتګ کوي.))
هغه دا هم وويل چې اوسمهال د ملي اردو ځواکونه سيمې ته رسېدلي او کوښښ کوي چې په عمومي لار کې را پيدا شوې ستونزه هواره کړي.
خو د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې طالبانو د لېونۍ بازار او عبدالله ګل په سيمو کې د کابل- کندهار عمومي لار تړلې ده.
هغه وايي: ((چک پاينټونه يې جوړ کړي، موټرو ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي چې له امله يې خلک په مشکل کې دي.))
بلخوا وسله وال طالبان هم دغه موضوع تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د طالبانو له لوري د پلونو د الوځولو خبره حقيقت نه لري.
هغه وايي: ((هو لاره تړل شوې خو صرف د دشمن د تحرکاتو پر وړاندې. د ملکي خلکو لپاره بله بدیله لاره ور په ګوته شوې چې عام خلک په جنګ کې ښکېل نه شي.))
د يادونې ده، له تېرو شاوخوا څلورو مياشتو راهيسې طالبانو د غزني- پکتيکا لويه لار هم د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن