غزني ښار (پژواک، ١٥ تله ٩٧): امنيتي چارواکي وايي چې د غزني- پکتيکا لويې لارې د بېرته خلاصولو په عملياتو کې تر اوسه ٣٧ وسله وال طالبان وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.
شاوخوا څلور مياشتې مخکې وسله والو طالبانو د غزني پر اندړو ولسوالۍ ډله ييز بريد وکړ، له هغه وروسته طالبانو د غزني- پکتيکا لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
خو امنيتي چارواکي وايي چې د يادې لارې د بېرته خلاصولو په موخه يې دوه ورځې مخکې عمليات پيل کړي دي.
په دې اړه د ٢٠٣ تندر قول اردو د زون رييس ارکان مل پاسوال روح الله اوغلو د تلې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د غزني- پکتيکا لويې لارې د خلاصون په موخه عمليات پيل شوي دي.
هغه وايي چې په دې عملياتو کې تر اوسه ٣٧ وسله وال طالبان وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.
نوموړي په دې جګړه کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه: ((طالبانو په ډېرو برخو کې دغه سړک خراب کړى، زموږ ځواکونه اوس د اندړو ولسوالۍ د سيني سيمې ته رسېدلي او مخ پر وړاندې روان دي چې ډېر ژر به دغه سيمه تصفيه شي او سړک به هم بېرته ورغول شي.))
اوغلو دا هم وويل چې د يادې لويې لارې تر تصفيه کېدو وروسته به د غزني- پکتيکا پر لويې لارې ١٥ پوستې جوړې کړي.
دغه راز په غزني کې د ٢٠٣ تندر قول اردو د درېيمې لوا رييس ارکان ډګرمن حکيم خان هم ياد عمليات تاييد کړل او ويې ويل چې طالبانو د غزني- پکتيکا لويې لارې پنځه کيلومتره سړک اړولى دى.
هغه وايي: ((طالبانو دغه سړک د پاکستان د اى اېس اى په امر اړولى دى، دوى د پاکستان مزدوران دي خو موږ به دغه لاره بېرته له خيره جوړه کړو.))
بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په دې اړه پژواک ته وويل چې حکومتي ځواکونو د يادې لارې د خلاصولو لپاره هڅه وکړه خو د طالبانو له لوري پر شا وتمبول شول.
هغه وايي: ((هڅه يې وکړه چې لاره خلاصه کړي خو بريالي نه شول او موږ يې په بدل کې د قره باغ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل- کندهار لار هم تړلې ده.))
دا په داسې حال کې ده چې د پکتيکا او غزني اوسېدونکي وايي چې د يادې لارې د تړل کېدو له امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP