Language

په شمال کې د ټاکنو د امنيت لپاره بشپړ امنيتي پلان جوړ شوى

مزارشريف (پژواک، ۱۵ تله ۹۷): په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مسوولين وايي چې د ولسي جرګې د ټاکنو امنيت لپاره يې بشپړ چمتووالی نيولی دی.

دوی زياتوي چې ټاکنيز مرکزونه يې ارزولي او هغه سايټونه چې امنيتي ستونزې يې درلودې، د ځانګړو قطعاتو تر عملياتو لاندې دي.

د شاهين قول اردو قوماندان تورن جنرال ولي محمد احمدزي دغه څرګندونې د تلې په ۱۵مه بلخ ولايت کې د ملي اردو د ۸۰۰ سرتېرو د فراغت په غونډه کې وکړې.

نوموړي زياته کړه چې يادو سرتېرو د ۱۲ اوونيو په موده کې نظامي تعليمات کړي او له دې وروسته به د امنيټ ټينګښت په موخه په ځانګړو ځايونو کې ځای پر ځای شي.

نوموړی زياتوي چې يادو سرتېرو د روزنې پر مهال له وسلې د استفادې او د جنګ پرمخ وړلو ټول تاکتيکونه زده کړي دي.

د شاهين قول اردو قوماندان همدا راز ډاډ ورکړ چې د راتلونکو پارلماني ټاکنو د امنيت لپاره يې بشپړ چمتووالی نيولی دی.

د هغه په وينا، هغه ځايونه د ځانګړو قطعاتو تر عملياتو لاندې دي چې ټاکنيز مرکزونه په کې له امنيتي ننګونو سره مخ وو.

نوموړي زياته کړه: ((د ټاکنو ملي پروسې د برياليتوب لپاره له خپل ټول قوت او امکاناتو کار اخلو.))

احمدزي وويل چې د شمال د امنيتي وضعيت ښه کېدو لپاره يې د نړيوالو ځواکونو په همکارۍ عملياتي پلان جوړ کړی او زياتوي چې ډېر ژر به د شمالي ولايتونو په امنيتي حالت کې پام وړ مثبت بدلون راشي.

د هغه په خبره، ولسمشر غني بلخ ته د خپل سفر پر مهال شاهين قول اردو ته امر کړی چې د نامسووله وسله والو، غلو او د ترهګرو د ملاتړو پر ضد جدي اقدامات وکړي.

په ورته وخت کې له  زده کړو تازه فارغ شوي سرتېري وايي چې د جګړې لومړۍ کرښې ته به ځي او د خپل هېواد او خلکو ساتنه به کوي.

احمد ولي هغه سرتېری دی چې درې مياشتې يې د شاهين قول اردو په روزنیز مرکز کې نظامي زده کړې ليدلې دي.

login or register a new account.