ښرنه-کندوز (پژواک،١٥تله٩٧): امنيتي مسوولين وايي، په پکتيکا کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې نهه وسله وال طالبان وژل شوي او په کندوز کې پوليسو اووه تنه شکمن کسان نيولي دي.
د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني د تلې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې امريکايي ځواکونو نن سهار مهال د نکې ولسوالۍ په بوزې سيمه کې د وسله والو طالبانو پر مرکز بريد کړى دى.
ده زياته کړه، په دغه بريد کې نهه طالبان وژل شوي او درې نور يې ټپيان دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د بريد پر مهال د طالبانو يو پيکپ موټر، يوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوه بل خبر له مخې، د کندوز امنيه قوماندان پاسوال عبدالباقي نورستاني پژواک ته وويل چې پوليسو په تېرو څو ورځو کې اووه تنه د بېلابيلو جرمونو د ترسره کولو په تور نيولي دي.
هغه وايي، دغو کسانو په کندوز ښار کې په وژنو، وسله والو غلاوو او د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس درلود.
نورستاني وويل، نيول شوي کسان عدليي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي او تر څېړنو لاندې دي.
خو بل لور ته خلک بيا نيوکه کوي چې ډېرى مهال دغه شان کسان نيول کېږي، خو د سزا له ورکولو پرته د پيسو په مقابل کې بېرته خوشې کېږي.
login or register a new account.