Language

“بلخ کې تر اوسه د ټاکنيزو سرغړونو هېڅ شکايت نه دی ثبت شوی”

مزار شريف (پژواک، ۱۶تله ۹۷): په بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون سيمه ييز دفتر وايي، په دغه ولايت کې تر اوسه د ټاکنيزو سرغړونو هېڅ شکايت نه دی ثبت شوی؛ خو زياتوي چې د ۸۵ ټاکنيزو مرکزونو امنيتي ستونزه لا پر ځای پاتې ده.

د بلخ اوسېدونکي بيا وايي، يو شمېر کانديدان د ټاکنيزو منډو ترړو پر مهال د انتخاباتو قانون تر پښو لاندې کوي، خو زياتوي چې دوی يې په اړه ځکه شکايت نه کوي چې د کمېسيون پر کړنو باور نه لري.

له دې سره امنيتي چارواکي د تل په څېر د تړل شويو مرکزونو د بيا خلاصېدو لپاره د عملياتو پيلېدو خبره کوي.

ولسي جرګه کې د بلخ  د ۱۱ څوکيو لپاره په دغه ولايت کې ۸۵ نوماندان د ټاکنيزو سياليو ميدان ته وتلي چې ۲۲ يې مېرمنې دي.

د ټاکنيزو سياليو له پيل سره هم مهاله ټاکنو کمېسيون له نوماندانو غوښتنه کړې وه، چې خپل کمپاينونه له قانون سره سم ترسره کړي.

اوس چې د ټاکنيزو سياليو څه باندې يوه اوونۍ تېرېږي، بلخ ولايت کې تر اوسه هېڅ ډول انتخاباتي شکايت نه دی ثبت شوی.

د بلخ ولايت د ټاکنو سيمه ييز دفتر رييس محمد ظاهر اکبري د تلې په ۱۶مه، له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، که څوک د ټاکنيزو سرغړونو په تړاو معلومات لري، نو کمېسيون سره دې يې شريک کړي.

نوموړي زياته کړه، د ټاکنيزو سياليو پر مهال د کانديدانو د هڅو د څارنې په موخه ځانګړي ګروپونه جوړ شوي دي.

هغه زياتوي، د کانديدانو مالي لګښتونه د کمېسيون تر جدي څار لاندې دي.

login or register a new account.

Related Topics