Language

د غزني دیارلس تاریخي ابدې او زیارتونه رغول کېږي

غزني ښار (پژواک، ١٦ تله ٩٧): په غزني کې د اووه ميليونه افغانيو په لګښت د دیارلسو تاريخي ابداتو او زيارتونو د بيارغونې چارې پيل شوې.

په دغو ابداتو او زيارتونو کې د سلطان محمود غزنوي، د سلطان مسعود، سلطان بهرام شاه، د تاج اوليا، سيد شاه اغا، بهلول دانا، سيداحمد مکه يي، سيد عثمان هجويري، خواجه محمد مي خوار، شاه مير پاليزوان، سيد حسن اغا او د سيد مير جهان شاه زياتورتونه او د سلطان عبدالرزاق د موزيم بيارغول شامل دي.

د اړوندې موضوع په اړه جوړ شوو مراسمو ته د غزني والي وحيدالله کليمزي وويل چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د تاريخي ابداتو او زيارتونو د له منځه تللو څخه تر ډېره بريده مخنيوی وشي.

کلیمزي زياته کړه: ((ډېر خوښ یم چې نن په غزني کې د ۱۳ پروژو د پیل شاهدان یو چې په دې سره به غزني کې د توریزم لپاره هم زمینه برابره شي چې له اقتصادي اړخه د خورا لوړ ارزښت لرونکي دي.))

نوموړي د دغو پروژو پر کیفیت د ټینګار تر څنګ هیله وښوده چې د اطلاعات او کلتور وزارت په راتلونکي پلان کې به د دغه ولایت نورې تاریخي ابدې او زیارتونه چې رغونې ته جدي اړتیا لري، هم شامل او منظور شي.

د دغو ۱۳ پروژو لګښت د اطلاعات او فرهنګ وزارت له خوا ورکول کېږي چې تر څنګ یې د غزني د تاریخي منارونو په ساحه کې د یاد وزارت د لرغون پېژندنې ټېم له خوا د کيندنې چارې هم پیل شوې دي.

دغه راز د غزني د اطلاعات او فرهنګ ريیس بشیر محمدي د دغو پروژو تطبیق دغه ولایت ته د یونسکو له خوا د مرستو او د ګرځندویانو د جذب په برخه کې مهم او ارزښتمن بولي.

هغه وايي، راتلونکي کال ته یې هم د غزني په مرکز او ولسواليو کې د ګڼو تاریخي سيمو لکه په جغتو ولسوالۍ کې د ګنبد بېګم او په مقر ولسوالۍ کې د امان الله خان ماڼۍ د رغولو پلان يې هم جوړ کړى دى.

همدارنګه د غزني ولایتي شورا مرستیال امان الله کامراني وويل چې غزني یو تاریخي ولایت دى خو حکومتي چارواکو ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې.

نوموړی وايي، ډېرو بهرنیو هېوادونو او موسسو هغه مهال چې دغه ولایت د اسلامي هېوادونو پلازمېنه ونومول شو، د زیاتو مرستو ژمنې وکړې او ویل يې چې دغه ولایت به د نړۍ په کچه داسې جوړوي چې بهرني سیلانیان ولري خو داسې ونه شول.

هغه وايي: ((ډېرې غټې پروژې منظورې شوې وې، خو ترسره نه شوې، دولت يې باید پوښتنه وکړي له دې ډلې یوازې د اسلامي ثقافت مرکز جوړ شو چې هغه هم په درېیو کلونو کې بېرته نیمايي خراب شوى دى.))

د يادونې ده، په تېرو کورنيو جګړو کې د هېواد د نورو سيمو په څېر غزني کې هم ډېرې تاريخي ابدې يا له منځه ولاړې او يا هم زيانمنې شوې چې ځينې يې رغول شوې خو ځينې لا هم په ناسم حالت کې دي او د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.