ګردېز (پژواک، ١٦ تله ٩٧):د پکتيا ولايت صنعت کاران او سوداګر وايي چې ستونزې يې ورځ تر بلې ډېريږي، خو مسوولې ادارې يې په حل کې پاتې راغلې دي.
دوی وايي که اړوند وزارتونه ورته اسانتياوې برابرې کړي، نو په دغه ولايت کې د سلګونه ميليونه افغانيو پانګونې ظرفيت او لېوالتيا لري.
د دغو کسانو له ډلې ملي سوداګر محمد ګردېزي د سوداګرۍ او صنايعو پر وزارت نيوکه وکړه چې په تېرو څو کلونو کې يې پر ګڼو ژمنو سربېره لا هم د پکتيا د صنعتي پارک په فعالولو کې پاتې راغلی دی.
ګردېزی وايي، صنعت کاران چمتو دي په عملي توليدي برخه کې پانګونه وکړي او د وخت په تېرېدو بېرته خپلې پيسې له نوو پانګه والو ترلاسه کړي.
نوموړي وويل: ((که دولت په صنعتي پارک کې سرمايه ګزاري نه شي کولی او نه يې کوي، د پکتيا تجار دې ته اماده دي چې دا مصرف په غاړه واخلي. بناً دلته د توليد مشکلات نشته، خلک دې ته چمتو دي چې زحمت وباسي، خو چې فقط دوی ته د کار زمينه برابره شي.))
دغه راز صنعت کار حاجي بادام يار وايي چې د صنعتي پارک لپاره دې برېښنا او نور لومړني لازم کارونه برابر او چمتو کړي، صنعت کاران يې اقتصادي فعاليت او پانګونې ته تيار دي.
دی وايي: ((کوم مصرفونه چې په سړکونو او بلاکونو کې کېږي، دغه صنعت کاران او تاجران حاضر او اماده دي چې پيش پرداخت پيسې ورکړي. کومې پنځلس يا شل فيصده پيسې چې په کار وي، له دې صنعت کارانو دې راټولې شي او واقعاً دې په صنعتي پارک کار وشي.))
همدارنګه د پکتيا د صنعت کارانو ټولنې مشر محمداسمعيل پژواک ته وويل چې په ګردېز کې دمګړۍ ۱۳۳ بېلابېلې فابريکې فعالې دي چې ټولې يې په جلا، جلا ډول د استوګنې په ځايونو کې فعاليت کوي.
اسمعيل وايي چې تر اوسه ورته ګڼو کورنیو او ځينو بهرنيو پانګه والو په دغه ولايت کې د شاوخوا درې سوه ميليونه افغانيو پانګونې غوښتنليکونه ورکړي، خو د لازم ځای نشتوالي له امله لا هر څه پر ځای پاتې دي.
د نوموړي په خبره، د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له ښارجوړونې وزارت څخه ۱.۶ ميليونه افغانۍ پوروړی دی چې له امله يې د ښار جوړونې وزارت د پکتيا د صنعتي پارک سکېج نه ورکوي او ماليې وزارت هم پر ژمنې سربېره په نامعلوم دليل د پکتيا صنعتي پارک ته بودجه نه ورکوي.
دی وايي: ((د ټولو ولايتونو صنعتي پارکونو ته پيسې ورکړل شوې، خو پکتيا ته وايي چې بودجه نشته. که دولت موږ ته د طرزالعمل له لارې سهولت برابر کړي، موږ صنعتکاران خپله دا خپل ښارګوټی جوړوو، موږ ته تر اوسه د ښارګوټي سکېج، نه دی رسېدلی چې څنګه فعالېږي، نو څنګه يې افتتاح کړو.))
بلخوا د هېواد د سوداګرۍ او صنايعو خونې مرستيال رحيم الدين اغا د پکتيا د صنعت کارانو او سوداګرو شکايتونه پر ځای وبلل او ويې ويل چې اړوند ادارو او چارواکو دغه ولايت ته هېڅ پام نه دی کړی.
login or register a new account.