Language

پکتیکا کې د نجونو يوه ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه شوه

ښرنه(پژواک،١٦تله٩٧): د پکتیکا مرکز کې د اته ميليونو افغانيو په لګښت د نجونو ښوونځي لپاره جوړه شوې ودانې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.

دغه ودانۍ د مرکز ښرنې د خواجه خېلو سيمې د حنیفوال نجونو ښوونځي لپاره جوړه شوې ده.

په دې غونډه کې د پکتیکا والي محمدالیاس وحدت وويل چې د دې ښوونځي جوړېدل د پکتيکا د پوهنې په برخه کې یوه لويه لاسته راوړنه ده.

وحدت وویل چې د یادې ودانۍ په جوړېدو سره د دغه ښوونځي زده کوونکې له منظمې سرپناه څخه برخمنې شوې او خپلو زده کړو ته به په ښه شکل دوام ورکړي.

د پکتیکا والي د سيمې له اوسېدونکو وغوښتل چې په خپلو اولادونو زده کړې وکړي او د دوی د ښې راتلونکې په موخه یې د پوهنې له بهیر سره یو ځای کړي.

وحدت زیاته کړه، د ټولنې د پرمختګ یواځینۍ لار پوهنه ده او دغه راز یې پر خلکو غږ وکړ چې د خپلو نارینه اولادونو ترڅنګ په نجونو هم زده کړې وکړي.

په همدې حال کې د پکتیکا ولایت د پوهنې ريیس محراب الدین شفق وويل چې د خواجه خېلو حنیفوال ښوونځي ودانۍ د سوېډن کمېټې په مالي لګښت د یوه کال په موده کې په اساسي ډول جوړه شوې ده.

شفق زیاته کړه، هڅه کوي چې په پکتیکا کې بې سرپناه ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي، څو د ښوونیز بهیر پر وړاندې شته ستونزې هوارې شي.

دخواجه خېلو د کلي اوسېدونکي نياز محمد پژواک ته وويل چې د دې سيمې اوسېدونکي د يادې ودانۍ په جوړېدو خوښ دي.

هغه غوښتنه وکړه چې د پوهني ریاست دې په دغه ولايت کې د ښوونځيو ودانيو جوړېدو ته جدي پاملرنه وکړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.