Language

بغلان کې ۱۴ کیلومتره سړک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

پلخمري (پژواک، ١٧ تله ٩٧): د بغلان ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۴ کیلومتره سړک جغل اچونې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د بغلان د کلیو پراختیا رييس اول خان احمدزي د تلې په ١٧مه په دې اړه جوړې شوې غوندې ته وويل چې دغه  خام سړک چې ۱۴ کیلومتره اوږدوالی لري، د جغل اچونې کار یې د لسو میاشتو موده کې بشپړ شوى چې نهه کلي یې د مرکزي بغلان ولسوالۍ له بازار سره وصل کړي دي.

احمدزي وویل په دغه سړک ۱۹میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او پیسې یې د کلیو پراختیا وزارت ورکړې چې د همدې سیمې ۲۱۲۲ کورنۍ به ترې ګټه پورته کوي.

د هغه په وينا، دغه پروژه د وزګارو ځوانانو لپاره ښه کاري فرصت و چې هره ورځ به په کې ۷۸ کسانو کار کاوه.

دغه راز د مرکزي بغلان ولسوال خانزاده مظلوم یار هم وويل چې د دغه سړک په جوړېدو سره له دې برخې د ډېرو خلکو ستونزې هوارې شوې.

خانزاده وویل: ((موږ د کلیو پراختیا له ریاست څخه مننه کوو چې د دې پروژې په تطبیق سره یې د ولسوالۍ نهه کلي یو له بل او د ولسوالۍ له مرکز سره وصل کړل.))

همدارنګه د مرکزي بغلان د پراختيايي شوراګانو ريیس محمد شاه هم دغه سړک خورا مهم وباله او ويې ويل چې له یوې خوا دغه سړک څو ستر کلي د ولسوالۍ له بازار سره ونښلول او تر څنګ یې د مرکزي بغلان او نهرين ولسواليو تر منځ غځېدلې لار هم لنډه کړه.

دغه راز د سیمې يوه قومي مشر ارباب ستار هم د دغه سړک له جوړېدو خوښ دى او وايي: ((د سیمې ټول اوسېدونکي بزګر دي او د سړک په نه شتون کې به یې حاصلات بازار ته پر وخت او اسانه نه رسېدل خو اوس به دا ټول مشکلات حل شي.))

دا په داسې حال کې ده چې تېره مياشت هم د بغلان په ده صلاح ولسوالۍ کې ١٢ کيلومتره سړک ګټې اخيستنې ته سپارل شوى و.

login or register a new account.