مزار شريف ( پژواک، ۱۷تله ۹۷): په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی وايي، دغه سازمان د افغان جګړې د خصوصي کېدو هېڅ ډول پلان نه لري او په دې برخه کې د ولسمشر غني او افغان حکومت د هغه موقف ملاتړ کوي، چې د جنګ د خصوصي کېدو مخالفت يې کړی دی.
نوموړي دغه څرګندونې د تلې په ۱۷مه، مزار شريف ښار کې مطبوعاتي کنفرانس ته وکړې.
دې ملکي استازي زېمير من (Zimmerman) وويل، چې د ناټو غړو هېوادونو د بروکسل کنفرانس کې له افغانستان سره د اوږد مهاله همکاريو د دوام ژمنې کړي او هغه به عملي کوي.
هغه د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، چې افغانستان کې د ناټو ماموريت، د جګړې د بڼې بدلېدو په تړاو هېڅ پلان نه لري.
نوموړي زياته کړه: ((زه ويلای شم چې افغانستان کې د روان نړيوال ماموريت د بدلېدو او جګړې د خصوصي کېدو هېڅ ډول پلان نشته، موږ په دې برخه کې د ولسمشر غني او د افغان حکومت د هغه موقف ملاتړ کوو، چې د جګړې له خصوصي کېدو سره يې مخالفت کړی. موږ په بروکسل کې ژمنه کړې چې افغانستان سره به تر اوږد مهال پورې مرسته کوو)).
افغانستان کې د ناټو سازمان ملکي استازي همداراز وويل، چې راتلونکې پارلماني ټاکنې د افغانانو لپاره يو ديموکراتيک او تاريخي بهير دی.
د هغه په خبره، افغان امنيتي ځواکونه او د ټاکنو خپلواک کمېسيون د را روانو پارلماني ټاکنو د ښه ترسره کېدو پوره وړتيا لري.
دى زياتوي، راتلونکې ټاکنې د افغان دولت، افغانستان کې ناټو ماموريت او د ټاکنو خپلواک کمېسيون لپاره ډېرې مهمې او په لومړيتوبونو کې دي.
هغه باور وښود چې راتلونکې پارلماني ټاکنې به منصفانه او معتبرې ترسره شي.
نوموړي وويل: ((په اوسني ستونزمن امنيتي حالت کې زه باور لرم چې افغان امنيتي ځواکونه به د راتلونکو پارلماني ټاکنو د امنيت په برخه کې پوره وړتيا وښيي او موږ ډاډمن يو چې ټاکنو کمېسيون او امنيتي ځواکونه به دغه انتخابات په سهي ډول ترسره کړي)).
هغه زياته کړه، ناټو سازمان به تر هغه مهاله له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي، چې اړتيا يې ليدل کېږي.
زېمير وويل، په افغانستان کې ستونزې شته او ناټو سازمان به د يادو ستونزو د حل لپاره ټولې هغه مرستې افغان ځواکونو سره وکړي، چې په توان کې يې دي.
login or register a new account.