کندوز ښار (پژواک، ١٧ تله ٩٧) : د ښار جوړونې وزير وايي چې د کندوز ښاري ماسټر پلان يې د وزارت په لومړیتوبونو کې دی.
د ښار جوړونې وزير انجنير روښان ولسمل دا څرګندونې د تلې په ١٧مه، د کندوز له والي عبدالجبار نعيمي سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
ولسمل زیاته کړې، د کندوز ښار ماسټر پلان چارې په ښه توګه دوام لري او ددغه وزارت اړونده تخنیکي ټيمونه به د کندوز له سیمه ییزې ادارې سره اوږه په اوږه د چارو لا چټکوالي په موخه رغنده ګام واخلي.
هغه د ښارونو ماسټر پلانونه په استراتېژيک او منطقوي برخو کې اغېزمن او د حکومت له مهمو پروګرامونو وبلل.
په دغه لیدنه کې والي عبدالجبار نعیمي وویل، کندوز کې د بیارغونې او ابادۍ په برخه کې ذهنیت جوړونې ته پوره کار شوی او ټینګار يې وکړ چې اوس مهال د کندوز خلک د ماسټر پلان عملي چارو ته سترګې پر لاره دي.
نعیمي زیاته کړه، اوس مهال کندوز کې تر هر بل وخت د ماسټر پلان پلي کېدو ته زمینه برابره شوې او باید د عملي چارو لپاره يې رغنده ګامونه واخیستل شي.
والي وايي، کندوز کې د ماسټر پلان پلي کېدل ددغه ولایت د ثبات ټينګښت او د پانګې اچونې لپاره زمینه برابره وي. د یادونې ده چې په دغه لیدنه کې د کندوز ښاروال انجنیر فرید احمد فضلي هم ګډون درلود.
login or register a new account.