Language

په ښرنه کې د نجونو یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړېږي

ښرنه (پژواک، ١٩ تله ٩٧): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د څه باندې ١٧ ميليون افغانيو په لګښت د نجونو د يوه ښوونځي جوړېدو چارې پيل شوې.

د اړوندې موضوع په اړه نیول شوو مراسمو ته د پکتيکا والي محمد الياس وحدت وويل چې د دغه ښوونځي جوړېدل د دغه ولايت د پوهنې په برخه کې يوه لويه لاسته راوړنه ده.

وحدت وویل چې د ولایتي ادارې ډېر تمرکز د پوهنې په برخه کې د ستونزو پر حل دی او په وینا یې په دې برخه کې ګڼې لاسته راوړنې هم لري.

هغه زیاته کړه، که څه هم په پکتیکا کې زیات شمېر ښوونځي منظمې ودانۍ نه لري خو په خبره یې هڅه یې دا ده چې دې برخه ته د مرکزي دولت تر څنګ د مرستندویو مؤسسو مرستې را جلب کړي.

د پکتیکا والي دغه راز له هغه کلیوال څخه هم مننه وکړه چې خپله شخصي ځمکه یې د یاد ښوونځي د جوړېدو لپاره وقف کړې ده.

په همدې حال کې د پکتیکا د پوهنې ريیس محراب الدین شفق پژواک ته وويل چې  د بي بي خدیجې په نوم یاد ښوونځي ته اداري ودانۍ او احاطه د پوهنې وزارت د انکشافي له بودجې جوړېږي چې چارې به یې د یوه کال په موده کې بشپړې شي.

شفق زیاته کړه، یاد ښوونځی د احاطې په شمول ۱۶ درسي او اداري خونې لري چې ټول ټال ۱۷۲۹۴۰۰۰ افغانۍ لګښت راځي.

همدارنګه د مرکز ښرنې د ښار يوه اوسيدونکي اسد مرام پژواک ته وويل چې ښوونځيو ته د ودانيو په جوړېدو سره به په دغه ولايت کې د نجونو زده کړې ته زمينه برابره شي.

هغه غوښتنه وکړه چې په پکتیکا کې دې د نجونو زده کړو ته ځانګړي پاملرنه وشي.

د یادونې ده، څو ورځې وړاندې هم په مرکز ښرنه کې د حنيفوال د نجونو ښوونځي د ودانۍ جوړېدو چارې پيل شوې.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.