Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سمنګان په دره صوف پایین کې شاوخوا ۳۰ کلي طالبانو نیولي

ایبک (پژواک، ۲۰ تله ۹۷): د سمنګان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د دره صوف پایین ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو د څو امنیتي پوستو د سقوط تر څنګ شاوخوا ۳۰ کلي د طالبانو تر کنټرول لاندې راغلي دي.

د دره صوف پايين ولسوال عبدالیقین احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې طالبانو تېره شپه شاوخوا نهه بجې د دې ولسوالۍ په مقصود سیمه کې د سیمه ییزو پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو پر پوستو بریدونه وکړل.

هغه زیاته کړه چې په دغه برید کې د سیمه ییزو پولیسو لږ تر لږه پنځه پوستې د طالبانو لاس ته ورغلې او د الماس تر قوماندې لاندې سیمه ییزو پولیسو سیمه پرېیښې او د ولسوالۍ په زیرکي کلي کې ځای پر ځای شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د دې پوستو له سقوط سره د ۲۵ تر ۳۰ شاوخوا کلي او همدارنګه د دره صوف- مزارشریف څلورلارې د طالبانو تر کنټرول لاندې راغلي او د دره صوف – سمنګان لاره د دولتي مامورینو پر مخ تړل شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د تېرو درېیو میاشتو په اوږدو کې د زیرکي، د دره صوف پایین ولسوالۍ د بلغلي او دایکنډي امنیتي پوستو سقوط کړی او په پایله کې یې د سیمه ییزو پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو لسګونو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.