Language

د کندوز په دشت ارچي کې لس طالبان او امنیتي سرتېري وژل شوي

کندوز (پژواک، ۲۰ تله ۹۷): د کندوز امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو د بریدونو له امله لس طالبان او اووه طالبان وژل شوي ديږ

د دشت ارچي ولسوالۍ امنیه قوماندان نیاز محمد عمرخېل پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مومن پله په سیمه کې د ملي اردو پر یو بېز برید کړی چې په پایله کې یې د ملي اردو اووه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړه چې طالبانو له څو خواوو د امنیې قوماندانۍ او ولسوالۍ پر ودانیو بریدونه پیل کړل، امنیتي ځواکونه او مسوولین یې دلته په جګړه کې بوخت کړل او له دې فرصته په استفادې طالبانو پر یاد بېز چې د ولسوالۍ له ودانۍ سره دوه کیلومتره واټن لري برید وکړه.

هغه زیاته کړه طالبانو دا موخه درلوده چې د دغه بېز په ترلاسه کولو سره ټول مهمات او تجهیزات له ځان سره یوسي خو سیمې ته د کومکي ځواکونو په رسېدو سره یې پر شا تګ وکړ او د هغوی له خوا هېڅ ډول وسلې او مهمات د هغوی له خوا نه دي وړل شوي.

د نوموړي په خبره، که دغه بېز سقوط کړی وای د تخار ولایت خواجه غار ولسوالۍ لپاره یې جدي ګواښ رامنته کاوه.

هغه وايي چې په دې جګړه کې د وسله والو طالبانو تر لسو ډېر کسان وژل شوي دي.

له بلې خوا، یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، پژواک ته وویل چې د تېرې شبې په برید کې د ملي اردو ۹ کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان شوي دي او همدارنګه وسلې او یوه اندازه مهمات هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د دشت ارچي بازار یو اوسېدونکی جان محمد پژواک ته وویل چې تېره شپه د ولسوالۍ په ټولو برخو کې سختې جګړې روانې وې او خلکو تر سهاره خوب ونه کړ.

هغه زیاته کړه، هغه خلک چې کورونه یې له ولسوالۍ او مومن پله سره نږدې دي، ممکن په نورو جګړو کې ورته درنه مرګ ژوبله واوړي، له همدې امله باید هلته قوي عملیات پیل شي او د جګړې لیکې له ساحې لرې شي.

پژواک هڅه وکړه د پامیر زون ۲۰مې فرقې نظر هم واخلي خو ونه توانېد.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.