Language

د تخار د ټاکنيز کمپاين چاودنه کې ١٤ کسان وژل شوي او ٣٥ ټپيان دي

لومړى تعقيب- کندوز ښار (پژواک، ٢١ تله ٩٧): په  تخار ولايت کې د ولسي جرګې د يوې نوماندې نظيفه  بېګ پر کمپاين چاودنه کې لږ تر لږه ١٤ کسان وژل شوي او ٣٥ نور ټپيان دي.

د تخار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر نظام الدين غوري د تلې په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه د رستاق ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې ده.

هغه زياته کړه چې پېښه د يوه موټرسایکل بم چاودنې له امله رامنځته شوې، خو لا معلومه نه ده چې  ځانمرګى بريد و، که يواځې چاودنه وه.

غوري وايي، د دوى وروستيو معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې د ولسي جرګې د نوماندې نظيفې يوسفي بېګ د کمپاين د غړو په ګډون لږ تر لږه ١٤ کسان وژل شوي او ٣٥ ډېر ټپيان دي.

دى وايي چې په مړو کې د ملي امنيت يو کارکوونکى او په ټپيانو کې څلور پوليس هم شامل دي.

د تخار د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر جميل فروتن وايي، چې يو شمېر ټپيان د ولسوالۍ روغتون ته وړل شوي او نور يې د مرکز روغتون ته لېږدول کېـږي.

هغه د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه معلومات نه درلودل.

ددې چاودنې مسووليت ترا وسه چا په غاړه نه دى اخيستى.

login or register a new account.