Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په سمنګان کې طالبانو څلوېښت کلي نیولي

ایبک (پژواک،  ٢١ تله ٩٧): طالبانو په وروستیو دوو ورځو کې د سمنګان ولایت په دره صوف پایین ولسوالۍ کې شاوخوا څلوېښت کلي نیولي او سیمه ییزو پولیسو ترې شاه تګ کړی دی.

د دره صوف پایین یوه اوسېدونکي چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره  پنجشنبې د مقصود سیمې شاوخوا ۳۰ کلي او تېره ورځ«جمعه» یې د دره صوف پایین ولسوالۍ په زیرکي سیمه کې شاوخوا لس کلي نیولي دي.

د هغه په خبره، په دغو کلیو کې سیمه ییزو پولیسو امنیتي پوستې درلودې، خو وروسته له هغه یې دا سیمې پرېښودې چې طالبانو د شاوخوا یوې میاشتې په جریان کې په درېیو بېلو بریدونو کې ۳۲ سیمه ییز پولیس ووژل او ۳۴ نور یې پيیان کړل.

یادې سرچینې وویل چې د نیول شوو سیمو  محلي پولیس د حضرت سلطان ولسوالۍ د بیک محمد قدوق ګاونډیو سیمو ته تللي دي.

د سمنګان ولایت امنیه قوماندان منیر رحیمي د طالبانو له خوا د یادو سیمو نیول تاییدوي او وايي چې سیمه ییزو پولیسو یادې سیمې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي په خاطر پرېښې دي او شاه تګ یې کړی دی.

د ده په خبره، د حضرت سلطان ولسوالۍ د بیک محمد قدوق سیمې ته مرستندوی ځواکونه رسېدلي او د طالبانو پر ضد د عملیاتو د ترسره کېدو په لټه کې دي، تر څو له لاسه وتلې سیمې بېرته له طالبانو څخه ونیسي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.