ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان د دوستۍ دروازه د پلي تګ راتګ لپاره پرانیسته

پاکستان د دوستۍ دروازه د پلي تګ راتګ لپاره پرانیسته

author avatar
15 Oct 2018 - 17:55
پاکستان د دوستۍ دروازه د پلي تګ راتګ لپاره پرانیسته
author avatar
15 Oct 2018 - 17:55

کندهار (پژواک، ۲۳ تله ۹۷): پاکستان د سپین بولدک- چمن لار د پلي تګ راتګ لپاره پرانیسته، خو د موټرو پر مخ لا هم تړلې ده.

له همدې امله دواړو غاړو ته په مېوو، خوراکي توکو او نورو مالونو بار لسګونه موټر بند پاتې دي چې سوداګر یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

چارواکي وايي، پاکستاني لوري تېره ورځ له غرمې وروسته ۱:۳۰ بجې هغه مهال د سپین بولدک- چمن لار وتړله چې افغان سرحدي ځواکونو پر ډیورنډ فرضي کرښې د اغزن تار غځولو مخنیوی وکړ.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا دراني پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ له غرمې وروسته پاکستاني ځواکونو غوښتل د ښورابک ولسوالۍ اړوند د سرو څاهانو په ساحه کې پر ډیورنډ کرښې اغزن تار وغځوي چې افغان سرحدي ځواکونو یې مخنیوی وکړ.

 

هغه زیاته کړه، پاکستاني ځواکونو په غبرګون کې پر افغان ځواکونو برید وکړ او د دواړو لورو تر منځ جګړه ونښته چې تر ماښامه روانه وه.

دی وايي، په جګړه کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو پاکستاني لوري ته مرګ ژوبله اوښتې چې کره شمېره یې معلومه نه ده.

دراني وویل، پاکستاني ځواکونو هم مهاله په سپین بولدک کې د دوستۍ دروازه هم وتړله چې خلک او سوداګر یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

دی وايي، نن جګړه نشته او پاکستاني لوري د اغزن تار غځولو کار هم درولی، خو سرحدي ځواکونه د پاکستاني ځواکونو د هر ډول غبرګون لپاره بشپړ چمتووالی لري.

په سپین بولدک کې د سرحدي ځواکونو کمېسار ډګروال شریف غرزي پژواک خبري اژانس ته وویل، پاکستاني لوري د سپین بولدک- چمن لار تېره ورځ له غرمې وروسته ۱:۳۰ بجې تړلې وه، خو نن غرمه ۱۲ بجې یې یوازې د پلي تګ راتګ پر مخ خلاصه کړه خو د موټرو پر مخ لا هم لار تړلې ده.

دی وايي، پاکستاني لوري ورسره اړیکې نیولي او ورته ویلي یې دي چې د جګړې په غبرګون کې یې لار تړلې ده.

د ده په خبره، پاکستاني لوري دغه ټرانزیټي لاره په داسې حال کې تړلې ده چې جګړه ۵۰ کیلومتره لرې په ښوروابک ولسوالۍ کې شوې ده.

دی وايي، مرکزي چارواکي یې له موضوع خبر کړي او تر اوسه معلومه نه ده چې پاکستان به د موټرو پر مخ کله لار پرانیزي؟

نوموړی زیاتوي، د همدې ستونزې له امله دواړو غاړو ته په مېوو، خوراکي او غیر خوراکي توکو بار لسګونه موټر ولاړ دي چې خلک او سوداګر یې له سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.

پر دغه لار هره ورځ له ۲۰ زره ډېر کسان تګ راتګ کوي.

سوداګر او د کندهار د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، که لار ژر خلاصه نه شي نو سوداګرو ته به درانه زیانونه واوړي.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا پژواک خبري اژانس ته وویل، د سپین بولدک- چمن لار داسې مهال تړل کېږي چې د انارو د حاصلاتو وخت دی او هره ورځ لسګونه موټر پاکستان او هندوستان ته صادرېږي.

هغه د لارې د ژر خلاصېدو هیله وکړه او یادونه یې وکړه، که لار ژر خلاصه نه شي نو سوداګرو او باغ لرونکو ته به درانه مالي زیانونه واوړي.

د پاکستان پوځ وايي، له افغانستان سره پر پوله اغزن سیم د سرحدي سیمو د امنیت او اورپکو د تګ راتګ د مخنیوي په موخه غځوي، خو افغان حکومت د پاکستان دا کار نا قانونه ګڼي.

د کندهار امنیه قوماندان جنرال رازق پرون پژواک ته ويلي وو چې پر ډیورنډ فرضي کرښې د پاکستان له خوا د اغزن سیم لګولو ته اجازه نه ورکوي.

هغه زياته کړې وه، پاکستان د ختیځو ولایتونو په څېر په سوېل کې هم پر ډیورنډ فرضي کرښې د اغزن سیم غځولو کار پیل کړی خو سرحدي ځواکونو یې مخنیوی کړی دی.

هغه زیاته کړه: ((پاکستاني ځواکونو دوه اوونۍ وړاندې د سپین بولدک او ښورابک ولسوالیو ترمنځ د سرو څاهانو په سیمه کې پر ډیورنډ فرضي کرښې د اغزن تار غځولو کار پیل کړ چې سرحدي ځواکونو لګول شوې پایې لرې کړې او د هغوی د کار مخنیوی یې وکړ.))

خو دی وايي چې د دوی د دغه کار په غبرګون کې وسله والو طالبانو د پاکستان په لارښوونه په سپین بولدک، معروف، ارغستان او ښورابک کې پر سرحدي ځواکونو پراخ بریدونه وکړل.

یو کال مخکې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ اړوند د لقمان او جهانګیر سیمو د ملکیت پر سر د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ سخته نښته وشوه چې دواړو لورو ته په کې درنه مرګ ژوبله واوښته.

لقمان او جهانګیر کلي د ډیورنډ کرښې په صفري برخه کې د سپین بولدک اړوند هغه دوه سیمې دي چې پاکستاني لوري یې د ملکیت دعوه کوله او دغلته یې سرشمېرنه کوله چې د افغان ځواکونو له خوا یې مخنیوی وشو.

له همدې امله د دواړو لورو ترمنځ سخته جګړه هم وشوه چې څو ساعته یې دوام وکړ.

جګړې نه یوازې دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله واړوله، بلکې د سپین بولدک لار هم د ۲۳ ورځو لپاره د هر راز تګ راتګ پر مخ وتړل شوه چې له امله یې خلکو او سوداګرو ته میلیونونه افغانۍ زیان واوښت.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.