پلخمري (پژواک،٢٣تله٩٧): حکومت بغلان کې د شته ستونزو د هواري په موخه د مرکز پلخمري او ١٤ ولسواليو د ځوانانو ترمنځ مشورتي غونډه جوړ کړه.
په دې غونډه کې د ځوانانو د پارلمان غړي نجيب الله محسني وويل چې دغه غونډه د چارو ادارې له خوا جوړه شوې چې موخه په دې سيمه کې د ځوانانو له لوري د ستونزو په ګوته کول دي.
نوموړي د دغه شان غونډو جوړېدل ګټور وبلل او ويې ويل چې په دې سره د خلکو او حکومت ترمنځ واټن کميږي.
دغه راز د غونډې ګډونوالې امینې وردګ وويل چې ټول هڅه کوي ترڅو په حکومت کې ځان و ويني.
دې زياته کړه: (( همدغه شان چې ځوانان جګړه ګرمولى شي، سړولى يې هم شي، نو دا چې حکومت ځوانانو سره مشوره کوي او د هغوى ستونزو ته رسېدنه کوي، دا يو مثبت ګام دى.))
د غونډې يو شمېر نورو ګډنوالو هم د امنيت، روغتیا، سولې او اقتصاد په برخه کې خبرې وکړې او پر حکومت يې ټينګار وکړ چې د سولې لپاره هلې ځلې وکړي او ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي.
د غونډې په پاى کې د بغلان والي عبدالحي نعمتي وويل چې تر نورو ځوانان ښه کولاى شي چې حکومت ته په بېلا بېلو برخو کې مشورې ورکړي.
ده وويل: (( په افغانستان کې د جګړې دواړو لورو ته ځوانان دي، نو حکومت کوښښ کوي چې له ځوانانو سره مشورې وکړي ترڅو په هېواد کې جګړه پاى ته ورسېږي.))
والي وايي چې حکومت د تل په څېر يو ځل بيا په هېواد کې د جګړې پر درېدو او د سولې پر کولو ټينګار کوي.
login or register a new account.