پلخمري (پژواک، ٢٤ تله ٩٧): د بغلان په مرکز پلخمري کې د ماين چاودنې له امله د سيمه ييزو پوليسو د يو پخواني قوماندان په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع د تلې په ۲۴مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن له غرمې مخکې د پلخمري ښار د کارته اتفاق په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو د پخواني قوماندان، رييس فيض الله کور ته څېرمه د ماين چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې د رييس فيض الله په ګډون درې کسان وژل شوي دي.
د شجاع د معلوماتو له مخې، رييس فيض الله پخوا د سيمه ييز پوليسو دنده پرېيښې وه او اوس مهال يې کومه رسمي دنده نه درلوده.
د همدې سيمې اوسېدونکي نورالله پژواک ته وويل چې چاودنه د ځاى پر ځاى شوي ماين د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
هغه وايي چې په دې چاودنه کې رييس فيض الله او دوه ملکي کسان وژل شوي دي.
د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.