کندوز ښار (پژواک، ٢٤ تله ٩٧): د کندوز په قلعه زال ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو او طالبانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده چې تر اوسه په کې څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د کندوز امنيه قوماندان پاسوال عبدالباقي نورستاني د تلې په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې شپې راهيسې طالبانو د قلعه زال ولسوالۍ د کلوخ تپې په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستو ډله ييز بريدونه پيل کړي دي.
د هغه په وينا، په دې جګړه کې تر اوسه څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي او طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېره يې تر اوسه معلومه نه ده.
نورستانی وايي چې جګړه اوس هم روانه ده او له ولسوالۍ به مرستندوی ځواکونه ډېر ژر په دې سيمه کې له سيمه ييزو پوليسو سره يوځاى شي.
خو د کندوز ولايتي شورا غړى توريال کاکړ بيا وايي چې په دې جګړه کې څلور سيمه ييز پوليس وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
دغه راز د سيمې يوه اوسېدونکي امان الله پژواک ته وويل چې طالبانو د کلوخ تپې او خوش تپې په سيمو کې د سيمه ييز پوليسو پر پوستو بريدونه پيل کړي دي.
ده وويل: ((طالبانو د دغو سيمو ډېره برخه نيولې او د سيمه ييزو پوليسو قوماندان نبي ګيچي او نور پوليس په يوه پوسته کې د طالبانو له لوري کلابند دي.))
بلخوا وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو تېره شپه د قلعه زال په کولغ، باغیچه، خوش تپه او بغرکول سيمو کې د حکومتي ځواکونو پر پوستو بريدونه کړي دي.
ده وويل چې په دې جګړو کې ١٧ حکومتي سرتېري وژل شوي او درې طالبان ټپيان شوي دي.
د يادونې ده، قلعه زال د کندوز د نا امنو ولسواليو څخه ده چې تر اوسه څو ځلې طالبانو نيولې ده.
login or register a new account.