پلخمري(پژواک،٢٥تله٩٧): د بغلان يو شمېر اوسېدونکو د اووه پوليسو د وژل کېدو په غبرګون کې د دې ولايت په مرکز کې د کابل-مزار لويه لار د ترافيکو پرمخ تړلې ده.
د اعتراض کوونکو له ډلې څخه احمد ضياء اندرابي د تلې په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مرکز پلخمري اړوند د باغ شمال په سيمه کې د پوليسو پر پوستې ډله ييز بريد کړى دى.
هغه وايي چې د دې پوستې سرتېرو تر سهاره له طالبانو سره مقاومت وکړ خو زياتوي: (( کله چې نور ځواکونه د دوى مرستې ته ورځي، د ډي سي توپونه ډزې کوي چې دغه توپونه په پوسته لګېږي او ټول سرتېري په کې وژل کېږي.))
د هغه په وينا، په دې پېښه کې د پوستې د قوماندان درمحمد اندرابي په ګډون اووه پوليس وژل شوي دي.
نوموړي وويل، تر هغه چې والي او امنيه قوماندان له خپلو دندو استعفى نه وي ورکړې، دوى به د کابل-مزار شريف لويه لاره د ترافيکو پرمخ خلاصه نه کړي.
يادو اعتراض کوونکو د اووه کسانو تابوتونه هم له ځانه سره راوړي و او د پلخمري ښار په مرکزي چوک کې چيرې يې چې لاره بنده کړې، ايښي دي.
دغه راز د سيمې يو اوسېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط پژواک ته وويل: (( شپې ١٢ بجې جګړه پيل شوه، تر سهاره يې دوام وکړ، خو سهار مهال درې قوي چاودنې وشې، له پوستې دوړې پورته شوې او پوسته ويجاړه شوه.))
په دې اړه د بغلان د امنيې قوماندانۍ وياند ذبيح الله شجاع پژواک ته وويل چې تېره شپه طالبانو غوښتل د کابل-مزار لويه لار بنده کړي چې امنيتي ځواکونو يې مخنيوى وکړ او جګړه پيل شوه.
دى وايي چې په دې جګړه کې د يوې پوستې څلور پوليس وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
دغه راز د بغلان د عامې روغتيا رييس عين الدين صيادي پژواک ته وويل چې له دې پېښې دوى ته څلور مړي او درې ټپيان انتقال شوي دي.
بلخوا وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويل.
login or register a new account.