کندوز ښار (پژواک، ٢٧ تله ٩٧) : چارواکي وايي، چې په کندوز ولايت کې د ځمکنیو او هوايي برید په پایله کې ۲۲ وسلوال طالبان مړه او ټپيان شويۍ دي.
د کندوز ولايت مقام څخه د تلې په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان ملي امنیتي ځواکونو لخوا نن د کندوز مرکز ،شاوخوا سیمو، د کندوز- خان اباد په لویه لاره او د خان اباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې د نښتو،بریدونو او هدفي ګزارونو په پایله کې د دولت ۱۱ تنه وسلوال مخالفین ووژل او ۱۱ نور يې شدید ټپيان شول.
سرچينې زياته کړې، چې په وژل شویو او ټپيانو کې د طالبانوسختدریځه جنګیالي هم شامل دي، او په دغو بریدونو کې افغان ځواکونو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی
. دغه بریدونه،نښتې او هدفي ګزارونه په داسې حال کې کیږي چې سبا د ولسي جرګې دټاکنو درايې اچونې ورځ ده،.
سرچينه کاږي، د کندوز رهبري او امنیتي ارګانونه کندوز میشتو ولسونو ته ډاډ ورکوي چې هیڅ ویره اچونکي، دسولې، ولسواکۍ او امن دښمن ته به ددې موقع ورنکړي چې په خپلو شومو کړنو دغه ملي پروسه له خنډ سره مخ کړي.
login or register a new account.