Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې ۴ مرکزونو ته ټاکنیز توکي نه دي رسېدلي او ۱۰ نورو ته خلکو مراجعه نه ده کړې

پل علم (پژواک، ٢٨ تله ٩٧): لوګر کې درېيو مرکزونو ته تر اوسه ټاکنيز توکي نه دي رسېدلي، لسو نورو مرکزونو ته که څه هم توکي رسېدلي، خو خلکو مراجعه نه ده کړې.

د لوګر د ټاکنو کمېسيون رييس عبدالرحمن محبت د تلې په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ځينو ستونزو له امله تر اوسه د بره کي برک ولسوالۍ د بره کي راجان، د څرخ ولسوالۍ د مولانا يعقوب او د خوښۍ ولسوالۍ دوبندي سيمې ټاکنيزو مرکزونو ته ټاکنيز توکي نه دي رسېدلي.

ده زياته کړه، د امنيتي ستونزو له امله د دغه ولايت د بېلابېلو سيمو لسو ټاکنيزو مرکزونو ته بيا خلکو تر اوسه مراجعه نه ده کړې.

د هغه په وينا، دغو مرکزونو ته تر اوسه ځکه خلکو مراجعه نه ده کړې چې له طالبانو وېرېږي چې کومه ستونزه ورته جوړه نه کړي.

دى وايي: ((موږ له امنيتي ارګانونو سره په اړيکه کې يو، څو دغه ستونزې هوارې کړو او خلک په ډاډه زړه رايه ورکړي.))

په دې اړه د دوبندي اوسېدونکي زاهدالله پژواک ته وويل چې په دې سيمه کې څلور زره کسانو نوم ليکنه کړې، خو ټاکنيز مرکز ته يې تر اوسه ټاکنيز توکي نه دي رسېدلي.

دغه راز د بره کي راجان سيمې اوسېدونکي زبير پژواک ته وويل: ((سهار نه راغلي يو، خو مرکز ته مواد نه رسېدلي، بل مرکز هم دلته نږدې نشته چې موږ هلته لاړ شو او خپله رايه وکاروو.))

د يادو ستونزو په اړه د لوګر د والي وياند شمشاد لاروي پژواک ته وويل چې د دغو ستونزو د حل په موخه امنيتي ځواکونو هلې ځلې پيل کړې دي.

ده زياته کړه: ((موږ کوښښ کوو چې هر څه ژر دغه مشکلات حل کړو.))

د يادونې ده، نن له کندهار او غزني پرته په نور هېواد کې د ولسي جرګې لپاره ټاکنې پيل شوې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.