ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل او يو شمېر ولايتونو کې د بايومټرک سيستم ستونزه لري

په کابل او يو شمېر ولايتونو کې د بايومټرک سيستم ستونزه لري

author avatar
20 Oct 2018 - 10:06
په کابل او يو شمېر ولايتونو کې د بايومټرک سيستم ستونزه لري
author avatar
20 Oct 2018 - 10:06

کابل (پژواک، ٢٨ تله ٩٧): د کابل په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې د بايومټريک سيستم ستونزه لري.

د سياسي ګوندونو په غوښتنه د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره له جرمني شاوخوا ٢٥زره د بايومټرک ماشينونه راغوښتي دي.

نن د تلې په ٢٨مه په ټول هېواد کې د ولسي جرګې ټاکنې پيل شوې، خو په غزني او کندهار ولايتونو کې دا ټاکنې ځنډول شوې دي.

په کابل او ګڼ شمېر ولايتونو کې خلک شکايت کوي چې يو شمېر مرکزونو ته د بايومټرک ماشينونه نه دي رسېدلي، په ځينو کې خراب دي او په ځينو نورو کې د ټاکنو کارکوونکي د بايومټرک ماشين په کارولو نه پوهېږي.

د احمدشاه بابا مېنې د نهم بلاک اوسېدونکي ثمرګل پژواک ته وويل، د عبدالغفور وردګ لېسې د رایې ورکولو مرکز کې د بايومټريک سيستم ستونزه لري.

نوموړې وويل: ((دې مرکز ته ډېر کسان راغلي وو، سهار په اوو بجو يې رایه اچونه پيل نه شوه، ځکه سيستم يې کار نه کاوه، خو ډېر کسان بېرته ولاړل، اوس رایه ورکول پيل شوي خو سيستم سم کار نه کوي.))

د يادې سيمې د غلام محمد فرهاد لېسې د رایې ورکولو مرکز کې يوه ناظر اجمل پژواک ته وويل، د تخنيکي ستونزو له امله په دغه مرکز کې رايه ورکول ناوخته پيل شو.

د ده په وينا: ((اوس هم بايومټريک سيستم سم کار نه کوي، دلته د شکايتونو کمېسيون فورمې بايد راوړل شوي وای، خو نشته، زه د يوه کانديد ناظر يم، غواړم دا شکايت ثبت کړم، خو شکايت پاڼه نه راکول کېږي.))

د ده سبز ولسوالۍ د خواجه غار لېسه کې د يوه کانديد ناظر سعدالله پژواک ته وويل چې د رايې ورکولو مرکز خلاص دی خو د بايومټريک سيستم يې کار نه کوي.

د ده په خبره: ((د ټاکنو کمېسيون کارکوونکي د بايومټريک سيستم بېرته کمېسيون ته وړی، خلک ناست دي، تر اوسه هېچا رایه نه ده ورکړې.))

د کابل په دوولسمه ناحيه کې يوه رایې ورکوونکي غلام مصطفى پژواک ته وويل، د بي بي عايشې لېسې د رايې ورکولو په مرکز د بايومټريک سيستم خرابوالي له امله تر اوسه (٩:٣٠) رایه ورکول نه دي پيل شوي.

همدا شان په يو شمېر ولايتونو کې د پژواک خبريالان هم د ورته ستونزو يادونه کړې ده.

له سمنګان ولايته د ولسي جرګې کانديد معروف فقيري وايي چې د ولايت د مرکز ايبک ښار په يو شمېر مرکزونو کې د بايومټريک ماشين نشته، په ځينو کې يې خراب دى او په ځينو نورو مرکزونو کې کارکوونکي پر کارولو نه پوهېږي.

له کابله د ولسي جرګې کانديد ملا تره خېل محمدي وايي چې د کابل د ٢١مې ٩مې او ځينو نورو ناحيو تر څنګ له سروبي، ده سبز، بګرامي او خاکجبار ولسواليو څخه ورته د بايومټرک ماشين د ستونزې په اړه شکايتونه شوي دي.

هغه زياته کړه چې د کابل ښار د څرخي پله په بېلابېلو مرکزونو کې د بايومټريک ماشين کار نه کوي او د رايه ورکوونکو نومونه هم په لېستونو کې نشته.

د ملاتره خېل په وينا، په ګڼ شمېر مرکزونو کې د بايومټرک ماشين چارج نه لري او نه يې هم د چارج کولو امکانات شته دي.

هغه وايي چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له مشر سره يې اړيکه نيولې او ترې يې غوښتي چې خلکو ته دې له بايومټرک پرته د رايه ورکولو اجازه ورکړي، خو هغه تر اوسه ځواب نه دى ورکړى.

عبدالرفيع د فراه ښار د نفيسه توفيق ميرزايي لېسه کې له رایې ورکولو وروسته پژواک خبري اژانس ته وويل چې د بايومټريک دستګاوې سم کار نه کوي او د يوه کس لپاره شاوخوا لس دقيقې وخت نيسي.

نوموړې زياته کړه چې د دغه مرکز په ځينو محلونو کې د رايې ورکوونکو لېست د نه را رسېدو له امله ډېر کسان په تمه دي.

دغه راز د کابل له چهار اسياب او موسهي ولسواليو هم د بايومټرک ماشين په اړه شکايتونه را رسېدلې دي.

د کابل د ١١مې حوزې د رايو د يوه مرکز مسوول چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې د بايومټريک د ماشين ستونزې ډېرې دي، ځينې چارج نه لري، ځينې يې له کاره وتلي دي او په ځينو محلونو کې يې کارکوونکي نه شي کارولى.

د پژواک خبريال وايي چې د پکتيکا په الجهاز ښوونځي کې هم د بايومټريک ماشين کار نه کوي او خلک له رايه ورکولو پاتې شوې دي.

خو په ځينو نورو سيمو کې دغه ماشين کار کوي او خلک ترې استفاده کړې ده.

بلخوا د ټاکنو خپلواک کمېسيون د وياند مرستيال ذبيح الله سادات پژواک ته وويل، د رايې ورکولو په ځینو مرکزونو کې چې د بايومټريک سيستم د خرابوالي ستونزه وي، ژر به حل شي.

سادات وويل: ((موږ د توحيد له مرکزه له ټولو ولايتونو او د رايې ورکولو له مرکزونو سره په اړيکه کې يو، هلته چې د بايومټريک سيستم خراب وي، اضافي سيستمونه ور وړل شوي دي.))

نوموړي زياته کړه، د رايې ورکولو مرکزونو کې چې د ممکنه تخنيکي ستونزو له امله د رايې ورکولو پروسه ځنډنۍ شوې وي، کمېسيون چمتووالی لري چې د شپې تر ناوخته پورې په کې رايه اچونه وشي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.