پلخمري- اسعداباد (پژواک، ۲۹ تله ۹۷): د بغلان او کونړ ولايتونو اوسېدونکو د حکومتي ځواکونو په بريدونو کې د ماشومانو د وژل کېدو په غبرګون کې لاريونونه وکړل.
د کونړ لاريون کوونکو د کونړ- ننګرهار او د بغلان لاريون کوونکو د کابل- مزار لويې لارې د ترافيکو پر مخ تړلې دي.
د بغلان د دوشي ولسوالۍ اوسېدونکو د افغان ځواکونو له لوري د پنځو ماشومانو د وژل کېدو په غبرګون کې لاريون کړى او په سنګ سراخ سيمه کې يې د شمال ولايتونو عمومي لار تړلې ده.
د دغو کسانو له ډلې امان الله د تلې په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ د ټاکنو له امله رامنځته شوو جګړو کې د دوشي ولسوالۍ اړوند د اتمانخېلو کلي پنځه ماشومان وژل شوي دي.
هغه وايي: ((دغو ماشومانو کرکټ کاوه چې د هاوان مرمۍ يې ميدان کې لګېدلې ده او پنځه تنه يې وژل شوي دي.))
د نوموړي په وينا، حکومتي ځواکونه له وسله والو طالبانو سره په نښتو کې له درنو وسلو کار اخلي چې له امله يې ډېر وخت ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.
ده زياته کړه: ((موږ دغه لار ځکه تړلې چې دولت خپلو مسووليتونو ته متوجه کړو، ړندې مرمۍ بايد ونه واروي، د تېرې ورځې د پېښې پړه د حکومت پر غاړه ده.))
دغه راز بل لاريون کوونکي امام محمد ګویان پژواک ته وويل چې خلکو له دې امله لاريون کړى او لار يې تړلې څو حکومت او طالبان د جګړو پر مهال د ملکي خلکو ژوند ته جدي پاملرنه وکړي.
خو بلخوا د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع پژواک ته وویل چې تېره ورځ طالبانو د ټاکنو پروسې کډوډلو په موخه ډېرې هلې ځلې کړې دي.
هغه وايي: ((موږ يواځې له خلکو دفاع کړې او په کوم ځاى کې چې د طالبانو شتون محسوس نه وي، هلته امنيتي ځواکونه ډزې نه کوي او د دې پېښې مسووليت د طالبانو پر غاړه دى.))
بل لور ته طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP