Language

د پکتیکا ارګون کې بېځایه شوې سلګونه کورنۍ له ستونزو سره مخ دي

ښرنه (پژواک، ٣٠ تله ٩٧): د پکتيکا د اورګون ولسوالۍ د پيرکوټي سيمې اوسېدونکي وايي چې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو د پرله پسې جګړو له امله سلګونه کورنۍ بېځايه شوې چې دا مهال له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د پيرکوټي سيمې اوسېدونکي رسول داد د تلې په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو ورځو راهيسې په دې سيمه کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ هره ورځ جګړه وي.

هغه وايي چې تر اوسه له دې سيمې ٣١٠ کورنۍ د اورګون ولسوالۍ مرکز ته کډه شوې دي.

ده زياته کړه: ((د اورګون پيرکوټي ترمنځ لاره کې طالبانو ماينونه خښ کړي، موږ په ډېره سخته په غرنيو لارو دلته د ولسوالۍ مرکز ته راغلو.))

دغه راز د دې سيمې بل اوسېدونکي اکبر پژواک ته وويل چې د سرپناه د نه شتون تر څنګ د خوراکي او نورو موادو له کمښت سره هم مخ دي.

دى وايي: ((ماشومان، ښځې او سپين ږيري راسره دي، دلته په سپېرو ډاګونو کې شپې کوو، مريضان لرو ژوند مو سخت په مشکلاتو کې دى.))

د هغه په وينا، د جګړې له وېرې يې خپل کورونه له څارويو او نورو مالونو ډک پرېیښي او د ولسوالۍ مرکز ته کډه شوي دي.

دوى او يو شمېر نورو بېځايه شوو د بېړنيو مرستو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې سيمه بايد هر څه ژر امنيت شي څو بېرته خپلو کورنيو ته ستانه شي.

په دې اړ د پکتيکا له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر عبدالهادي پژواک ته وويل چې د پيرکوټي له سيمې يو شمېر خلک د جګړو له امله بې ځايه شوي دي.

هغه زياته کړه چې ډېر ژر به سيمې ته د سروې ډله واستوي څو د بې ځايه شوو خلکو دقيق شمېر معلوم کړي او مرستې ورسره وشي.

دى وايي: ((موږ به همکاره موسسې هم دې ته وهڅوو، څو له دې خلکو سره مرستې وکړي.))

د يادونې ده، پيرکوټي سيمه د اورګون ولسوالۍ شمال ختيځ ته په ٢٥ کيلومترۍ پرته سيمه ده چې د طالبانو مهم مرکزونه په کې دي او ډېرى وخت په کې جګړه وي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.